دلغمان خلکو د سراسري شورا رسمي فیس بوک پاڼه

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • دلغمان خلکو د سراسري شورا رسمي فیس بوک پاڼه

دلغمان خلکو د سراسري شورا رسمي فیس بوک پاڼه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دلغمان خلکو د سراسري شورا رسمي فیس بوک پاڼه, Community Organization, کابل _ احمد شاه با با مینه/0781464630, Kabul.

وحت دالله ( ج ) غوښتــنه ده ؛ اوتفرقه دشیطان
هغه ټاټوبی چې دعلم ، ادب ، کلتور ، هنرونو، فکري اوسیاسي ویښتابه زانګو بلل کېږي ، دښکلا وو او همېشه بهار هسته ده ، چې په خپله غېږکې یې نومیالي علمي کدرونو ترڅنګ شاعران ادیبان اوداسې نوموتې څــېرې زېږولي . دلغمان دخلــــکو سراسري شورا موخــې :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دلغمـــ

ـــــان (دخلــــکوسراسري شورا ) یوه غیر سیاسي ، بې پرې اوله هررنګه ژبني، قومي ،سمتي ټوپيرونو څخه لرې اود لغمان د بییلابیلو قومونو په مټ ولاړه شورا ده ؛ چې دلومړي ځل لپاره په پلازمینه کابل کې تاسیس شوې .
یاده شورا غواړي ؛ دخپل فعالیتونو په پیل کې دهیواد په کچه لغمان میشته بیلابیل خواره واره قومونو اوپرګنې سره یوموټي اوددوۍ اقتصادي ،ټولنیزې ،فرهنګې اونورې ستونزې ،اړتیاوې سره په یوه ټغر راټولې او همغږه کړي ، همداراز یاده قومي شورا دهیواد دپرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره دښه سمون ا و مثبت بدلون راوستلو په موخه په لاندې څو ټاکلو موخو کې خدمتونو ترسره کوي :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ا ـ عـــــــــــــــــامه پوهاوی او فرهنګي خدمتونه :
۱ـ دهیواد روان ناورین ، سیاسي اوټولنیزو شرایطو ته په کتو سره یاده شورا هڅه کوي ؛ اوخپل ملي اواسلامي رسالت بولي؛ ترڅو په خپلو قومونو اوپرګنو کې دهیواد پالنې ،اسلام پالنې اوملی یو والي روحیه تقویه اودغه راز سیاسي شعور وروزي اوورته وده ورکړي .
۲ـ نوموړې شورا هڅه کوي ؛ دهیواد ځوان او راتلونکی نسل چې دټولنې دملا دتیر حیثیت لری ؛ له هررنګه منفي او غیراخلاقي اغیزو همدارنګه دبې سوادۍ اوجهل دکندې څخه و ژغوري او یوشمیر اړو اونالوستو ماشومانو ته دولسي قومي ملاتړ په مرسته دتعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي .
۳ـ دلغمان قومي شورا هوډ لري دبیلابیلو علمي ـ فرهنګي سمینارونو او ټولنیزو خوځښتونو له لارې دمرکز پرته په لږ پرمختګ لرونکو سیمو کې لغمان میشت قومونو ته عامه پوهاوی ورکړي ؛ ترڅو دوۍ دهیواد آبادۍ اوپرمختګ کې دوندې اخستلو لپاره تعلیم اوتحصیل ته وهڅول شي او دراتلونکي لپاره په دوۍ کې هراړخیز شخصیتونه اوکدرونه راپورته او وروزل شي.
۴ـ په قومونو کې هڅه کوي دکینې اوکرکې پرځای دورورولۍ اویو والی روحیه پیاوړې او ددوۍ له اذهانو دتپل شوو جنګ ، جګړو ، ویرو ا و د قومي ، سمتي اوژبني تعصبونو پرځای ورور ولي ټینګه کړي
۲ـ ټولنـــــــــــــــــــــیز خدمتونه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
همدارازیاده شورا هوډ لری ؛ چې دمرکزی دولت په مرسته اوهمکارۍ قومونو ته په لاندې ډول ټولنېزې اسانتیاوې برابرې کړي :
۱ـ هڅه کوي ؛ په ولسي ملاتړ په کم پرمختګ لرونکو سیمو کې چې دولت ورته دناامنۍ یا نه امکاناتو په اساس تراوسته پوره پاملرنه نده کړې داړتیا وړ مد رسې ،خصوصی ښونځیو اوهمداراز ورزشي لوبغالي ورغوي .
۲ـ دشورا دځانګړي لیږدوونکي واسطې ( امبولانس ) په مرسته دیو ناداره کورنۍ دمړي انتقال اوهمداراز دیادې شورا دمالي کمیټې په مالي لګښت دمړي د تدفین اونورترتیبات نیول .
۳ـ دقومي شخړو، دښمنیو مخه نیول اوهمداراز په شخړو کې منځګړیتوب کول.
۴ـ په قومونو کې اړو اوناداره کسانو ته دشتمنو کسانو له زکات څخه برخه ورکول. .
۵ـ دوزګارتیا دکچې دټيټولو لپاره ؛ د لغمان قومونو له کسب ګرو نه ( نجار، ګلکار اونورفني اوتخنیکي کاریګرو) نه په بیلابیلو فنی اوتخنیکی کارونو کې ګټه اخستل . .
۶ـ هغه کسان چې د دولت لخوا د کوم تیروتنې یا د قانونی جرم پرته نیول کیږی دهغوۍ د خلاصون لپاره لارې چارې اوپوره هڅې .
په دې توګه لغمان شورا لغمان میشت ټولو قومونو اوپرګنو ته دملی یو والي اویو موټيتوب دروازه پرانستې او له هررنګه سمتی ، قومي ا و ژبني تعصبونو اوشرایطو پرته په پراخ تندي غړیتوب ورکوي ؛ ترڅو له دغه نوي ځوان فکري اوقومي خوځښت سره یوځای شي او په یوه ټغر راټول ، همغږي ، اویو موټی شي .
پتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
دمرکزي دفتر پته : افغانســـــتان ـ کـــابل
اتمه احمد شاه بابا مینه !

دلغمان دخلـــکو سراسري شورا ( فرهنګي کمیټه )
0781464630)
په FeacbooK کې اړیکې اویو ځای کیدنه : (دلغمان دخلکو سراسري شورا )


دلغمــــــــــــان قومي شورا دفرهنــــــــــــــــــګي کمیټې ددندو مشخصه لایحه اومسولیتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه :
ټاکلې موخې اواهداف :
۱ – دانټر نیت اوټولیزو اړیکو له لارې دلغمان د شورا موخې اوتګلارې بیان اومعرفی کول .
۲ – دلغمان میشته ولسونو راټولولو لپاره دعامه پوهاوی ترڅنګ له هررنګه مرستو او هلو ځلو نه ګټه اخیستل .
۳ – دامکانانو په شتون په بیلابیلو برخو کې دکوچنیو اوسترو فرهنګی آوټولنیزو غونډ و جوړول .
۴ – دلغمان شورا دټولو عمومي او نوبتی غونډو د موخو دعمده اومهمو ټکو رپوټ برابرول او خپراوی .
۵- دهیوا د په حساسو سیاسي ، تاریخی اوبرخلیک ټاکونکو حالاتو اوورځو کې دبیلابیلو شعارونواو کمپیانونو له لارې خلکو ته دعامه پوهاوی ترڅنګ ؛ سیاسي شعور ورکول .
۶-دغونډ و اوسمینارونو له لارې دمسلکي استادانو په مرسته مسلکی روزنیز پروګرامونه په لاره اچول .
۷ – دمناسبتی ورځو لپآره ( دهیواد دخپلواکۍ ، دمقدس جهاد اونوروتاریخی ورځو ارزښت او پیزندلو لپآره هررنګه تبلیغات او انتشارات کول .
۸ – د( علم اوهنر ټآټوبی ) ترسرلیک لاندې دیوې خپلواکې اوبې پرې نشرې له لارې دلغمان میشته قومونو دفرهنګی ،ټولنیز ، اواقتصاد
ي وضعیت څیړلو اوارزونې ترڅنګ دیاد ولایت د وتلو ستورو اوڅیرو معرفي کول او همداراز ددې ولایت د ورځنیو چارو لاسته راوړنو خپراوی .
یادښت : په دې توګه دمتن ټولې لیکلې مادې دشورا د مشرتابه اودرهبرۍ دغړو په پوره مشوره ،مرستې اوتفاهم سره ترسره کیږی .
په درناوي ! محمد نادر (محمودي ) ځوان ادیب ،ژونالیست اولیکوال .

با ‏‎Amanullah Ehsas‎‏ – من به‌تازگی وارد فهرست تعامل هفتگی آن شدم و دلیلش این بود که یکی از تعامل‌کنندگان برتر آن بودم!...
13/06/2026

با ‏‎Amanullah Ehsas‎‏ – من به‌تازگی وارد فهرست تعامل هفتگی آن شدم و دلیلش این بود که یکی از تعامل‌کنندگان برتر آن بودم! 🎉

21/05/2026

سر له نن ( پنجشـــــنبې ) دباران څپې پیلېږي :

#بدخشان. باران 🌧️
#بلخ. باران 🌧️
#پکتیا باران 🌧️
#فاریاب. باران 🌧️
#کابل. باران 🌧️
#هرات. باران 🌧️
#پروان. باران 🌧️
#خوست. باران 🌧️
#غور باران 🌧️
#لغمان. باران 🌧️
#بامیان. باران 🌧️
#کونړ. باران 🌧️
#سرپل. باران 🌧️
#دایکندي. باران 🌧️
#ننګرهار. باران 🌧️
#سمنګان. باران 🌧️
#لوګر. باران 🌧️
#کندوز. باران 🌧️
#بادغیس. باران 🌧️
#پنجشیر. باران 🌧️
#بغلان. باران 🌧️
#تخار. باران 🌧️
#جوزجان. باران 🌧️
. باران 🌧️
#پکتیکا. باران 🌧️
#نورستان. باران 🌧️
#غزني. باران 🌧️
#کاپیسا. باران 🌧️

خپل ګران ملګري، محترم څارنوال محمد ضمیر «همت» ته د لغمان ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست کې د احصائیوي خدماتو د مرستیا...
25/03/2026

خپل ګران ملګري، محترم څارنوال محمد ضمیر «همت» ته د لغمان ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست کې د احصائیوي خدماتو د مرستیال په توګه د نوې او ویاړلې ګمارنې له امله، د زړه له کومې تودې مبارکۍ او نېکې هیلې وړاندې کوم.
بې‌شکه دا ارزښتمنه ټاکنه د هغه د پوره صداقت ، وړتیا، ژمنتیا، رښتینولۍ او نه ستړې کېدونکو هڅو څرګند انعکاس دی.
هیله ده چې نوموړی به د خپل لوړ مسلکي تعهد، ژور درک او خدمتګار فکر پر بنسټ، د لغمان د درنو او شریفو ولسونو لپاره لا اغېزمن، شفاف او دوامدار خدمات وړاندې کړي.
له لوی او مهربان الله تعالی څخه ورته د لا زیاتو بریاوو، سرلوړۍ، عزت اوپوره توفیق غوښتنه کوم، تر څو د خدمت په دې سپېڅلي مسیر کې تل بریالی، ځلانده او اغېزناک پاتې شي.
نادر محمودي

Address

کابل _ احمد شاه با با مینه/0781464630
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دلغمان خلکو د سراسري شورا رسمي فیس بوک پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share