Afghan Climate Guardians د افغانستان اقليم ساتونکي

Website

Afghan Climate Guardians د افغانستان اقليم ساتونکي Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Climate Guardians د افغانستان اقليم ساتونکي, Non-Governmental Organization (NGO), Kabul.

“Protecting our land, today for tomorrow”
🇦🇫 Afghan Climate Activist
🌍 Protecting Nature & Future
🌿 Climate •Environment •Sustainability
📚
♻️

Renewable and Non-Renewable Energy
17/10/2026

Renewable and Non-Renewable Energy

13/10/2026

🇦🇫 AFGHAN CLIMATE GUARDIANS🌍🌿

Our Slogan:
“Protecting Our Land, Today for Tomorrow.”

🌱 Protecting Nature & Our Future
🌍 Climate Action • Environmental Protection • Sustainability
📚 Climate Education & Public Awareness
🌳 Promoting Afforestation & Protecting Forests
♻️ Building a Greener, Cleaner, and More Sustainable Afghanistan

Our land is our home, nature is our responsibility, and the future belongs to the generations who come after us. Every tree planted, every piece of waste reduced, every drop of water saved, and every voice raised for the environment brings us one step closer to a greener Afghanistan.

Let’s protect our land today to secure a better tomorrow. 💚🇦🇫

له دهسبز کابل څخه تر باریکاب او باګرامه؛ د لوګي تر سیوري لاندې ژوند!د دهسبز له دښتو څخه تر باریکاب او د باګرام تر کرنیزو...
13/10/2026

له دهسبز کابل څخه تر باریکاب او باګرامه؛ د لوګي تر سیوري لاندې ژوند!
د دهسبز له دښتو څخه تر باریکاب او د باګرام تر کرنیزو سیمو پورې، د خښتو بټیو اوږده کتارونه غځېدلي دي. له لوړو نلونو څخه د تور لوګي څپې پورته کېږي، د اسمان پر شنه او آبي رنګ خړې پردې غوړوي او د سیمې پاکه هوا په ګرد او دود بدلوي.
⚠️ د خښتو د بټیو لوګی ولې اندېښمنوونکی دی؟

د بټیو د سون توکي او د سوځېدو شرایطو ته په کتو، لوګی یې ښايي ذروي ککړتیا (PM2.5 او PM10)، کاربن مونو اکساید (CO)، سلفر ډای اکساید (SO₂)، نایتروجن اکسایدونه (NOₓ) او نور زیانمن مواد ولري. که سکاره یا ککړ سون توکي وکارول شي، ځینې بټۍ د درنو فلزاتو او نورو زهري موادو د خپرېدو سرچینه هم کېدای شي.

د دغو ککړونکو موادو له تماس سره:

* د ټوخي، ساه لنډۍ، د سالنډۍ د حملو او د سږو د ناروغیو خطر زیاتېدای شي.
* د سترګو، پوزې او ستوني د تحرک او سوځښت لامل کېدای شي.
* د اوږدمهاله تماس په صورت کې د زړه او رګونو او سږو د جدي ناروغیو، په ګډون د سږو د سرطان، خطر لوړېدای شي؛ په ځانګړي ډول کله چې لوګی د سرطان‌زړوونکو موادو لرونکی وي.
* حیوانات، مرغان، نباتات او کرنیزې ځمکې هم د هوا له ککړتیا او دوړو څخه اغېزمنېدای شي.

🌱 زموږ غوښتنه څه ده؟

موږ د خښتو له صنعت سره د مخالفت پر ځای، د پاک او مسؤل صنعت غوښتونکي یو. اړینه ده چې:

✅ بټۍ د چاپېریالي معیارونو له مخې وارزول شي او منظمې څارنې یې وشي.
✅ د امکان په صورت کې پاک او اغېزمن سون توکي او د لوګي د کنټرول مناسب سیستمونه وکارول شي.
✅ د بټیو شاوخوا د هوا کیفیت وڅارل شي، او د کارګرانو او نږدې اوسېدونکو روغتیا خوندي شي.
✅ د کرنیزو ځمکو، ونو، اوبو او طبیعي ژوند د ساتنې لپاره عملي تدابیر ونیول شي.
✅ د بټیو د فعالیت او د ککړتیا د کنټرول په اړه د خلکو پوهاوی لوړ شي.

وروستۍ خبره: خښته د کور دیوال جوړوي، خو پاکه هوا د ژوند بنسټ دی. که نن مو د ګټې لپاره هوا ککړه کړه، سبا به یې بیه زموږ ماشومان، بزګران، کارګران او راتلونکي نسلونه پرې کوي.

راځئ، د دهسبز، باریکاب او باګرام د پاکې هوا، شنې ځمکې او سالم ژوند لپاره غږ پورته کړو.

پاکه هوا امتیاز نه، د هر انسان حق دی!
Afghan Climate Guardians د افغان اقلیم ساتونکي
#دهسبز #باریکاب باګرام دخښتوبټۍ ClimateAction cleanair

یو اقلیمي بد خبر : د اوبو کمښت💧🔥کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي.سي این این CNN ټلیویژن        clima...
08/10/2026

یو اقلیمي بد خبر : د اوبو کمښت💧🔥
کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي.
سي این این CNN ټلیویژن
climateaction

د مني (خزان) د اورښتونو د وضعیت په اړه وروستۍ وړاندوېينې:په مرکزي اسیا (قزاقستان) کې د اتموسفیر د ټیټ فشار د ساحې جوړېدل...
03/10/2026

د مني (خزان) د اورښتونو د وضعیت په اړه وروستۍ وړاندوېينې:

په مرکزي اسیا (قزاقستان) کې د اتموسفیر د ټیټ فشار د ساحې جوړېدل په روانه اوونۍ کې دې سیمې ته د ډېرې لندبل (رطوبت) د داخلېدو لامل کېږي.

زموږ د هېواد د شمال ختیځ لوړې سیمې به هم له دې اورښتونو برخمنې شي. د تلې (میزان) میاشتې په درېیمه اوونۍ کې، د اروپایي مرکز (ECMWF) د منځمهالې موډل د وړاندوېينې له مخې، د هېواد مرکزي ولایتونه بې هم د اورښتونو شاهد وي. لاندې نقشه د ECMWF موډل د وړاندوېينې له مخې د اورښتونو وېش ښيي.

خو د امریکا GFS موډل زموږ د سیمې لپاره بېلابېله وړاندوېينه لري، چې پر بنسټ یې ډېری اورښتونه د هېواد پر شمال ختیځ متمرکز دي.

د هوا تودوخه (حرارت درجه) هم د تلې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې تر نورمال حد ټیټه او سړه (په ځانګړي ډول د هېواد د مرکز او شمال لپاره) وړاندوېينه شوې ده.

په راتلونکو ورځو کې به وړاندوېينې نورې هم کره (دقیقې) شي او زه به نوي تحولات له ملګرو سره شریک کړم. تر هغه وخته د هېواد له ښې هوا څخه خوند واخلئ!

29/09/2026
https://whatsapp.com/channel/0029Vb7hxBKDp2Q6AS2ugO3W
25/09/2026

https://whatsapp.com/channel/0029Vb7hxBKDp2Q6AS2ugO3W

Follow ‎Afghan Climate Guardians د افغانستان اقلیم ساتونکي‎'s WhatsApp channel. ‎👈🏻د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، سېلابونو، هوا پېژندنې او چاپېریال ساتنې اړوند علمي معلومات، خبرتیاوې او عملي لارښوونې.
🌱 د افغانستان د طبیعي سرچینو او زرغون راتلونکې لپاره ګډ غږ.‎ Join 23 followers for the latest updates.

د افغانستان د هوا پېژندنې له وضعیت څخه نوي معلومات:د روان کال د منی (خزان) اورښتونه به د تلې (میزان) میاشتې په دویمه/درې...
25/09/2026

د افغانستان د هوا پېژندنې له وضعیت څخه نوي معلومات:

د روان کال د منی (خزان) اورښتونه به د تلې (میزان) میاشتې په دویمه/درېیمه اوونۍ کې لومړی د هېواد د شمال ختیځ لوړو سیمو ته او په راتلونکو اوونیو کې به د افغانستان د مرکزي سیمو لوړو برخو ته ورسېږي. د تلې میاشتې تر دویمې اوونۍ پورې د اورښتونو ټولنیزه کچه په لومړي نقشه کې د انچ په واحد ښودل شوې ده.

د وړاندوینو له مخې، په لړم (عقرب) میاشت کې به د اورښتونو سختوالی او ساحه پراخه شي، چې تفصیلات به یې په راتلونکې اوونۍ کې خپاره شي.

د هوا تودوخه (حرارت درجه) به د تلې میاشتې په دویمه او درېیمه اوونۍ کې تر نورمال حد سړه شي. د هېواد په شمال ختیځ او مرکز کې به ځینې ولایتونه د شپې لخوا تر صفر ټیټه تودوخه هم تجربه کړي. دویمه نقشه د تلې میاشتې په دویمه اوونۍ کې د هوا ټیټه تودوخه ښيي.

د هوا د دې تودوخې په لرلو سره، د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د زعفرانو د کرلو لپاره مناسب شرایط چمتو کېږي، البته که چیرې د لړم میاشتې په پیل کې ښه اورښتونه هم ولرو.

د هېواد په سویل کې، د انګورو د پروسس (کشمش جوړولو) لپاره مناسب شرایط دوام مومي او د هېواد کروندګرو ته ښه فرصت برابروي ترڅو خپل حاصلات په ښه توګه مدیریت کړي.

یادونه:
د هوا وړاندوینه پر یو لړ احتمالاتو او فرضیو ولاړه ده چې کېدای شي له واقعیت سره توپیر ولري.

🌳 ځنګل وهنه او بدې پایلې یېځنګلونه د انسانانو، ژوو، او چاپېریال لپاره ډېر ارزښت لري. د ونو بې‌رویه پرېکول او د ځنګلونو ل...
22/09/2026

🌳 ځنګل وهنه او بدې پایلې یې

ځنګلونه د انسانانو، ژوو، او چاپېریال لپاره ډېر ارزښت لري. د ونو بې‌رویه پرېکول او د ځنګلونو له منځه وړل ځنګل وهنه بلل کېږي.

د ځنګل وهنې مهمې پایلې:

* 🌱 د خاورې تخریب او فرسایش
* 💧 د اوبو کمښت او د اوبو د سرچینو زیانمنېدل
* 🌡️ د اقلیمي بدلونونو زیاتېدل
* 🌧️ د سېلابونو او ځمکښوېدنې خطر زیاتېدل
* 🐦 د وحشي ژوو د استوګنځایونو له منځه تلل
* 🌾 د کرنې او طبیعي سرچینو کمزوري کېدل

🌱 ځنګلونه څنګه وژغورو؟

* 🌳 په مناسبو سیمو کې ونې وکرو او ځنګلونه جوړ کړو.
* 🚫 د ونو له بې‌ځایه او غیرمسؤلانه پرېکولو ډډه وکړو.
* 🔥 د ځنګلونو له اورونو څخه مخنیوی وکړو.
* 💧 د اوبو او خاورې ساتنې ته پاملرنه وکړو.
* 👨‍👩‍👧‍👦 خلکو ته د ځنګلونو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکړو.
* 🌿 موجوده ځنګلونه وساتو او تخریب شوې سیمې بېرته زرغونې کړو.

لنډ پیغام:

🌳 ونې وکرو، ځنګلونه وساتو؛ طبیعت وژغورو، راتلونکی خوندي کړو.

Address

Kabul
1001

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Climate Guardians د افغانستان اقليم ساتونکي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share