منګلو ځوانانو ټولنه

منګلو ځوانانو ټولنه منګلو ځوانانو ټولنه*Mangal Youth Association

د منګلو قوم د پښتنو د نورو سترو قومونو له ډلې څخه یو لوی او ویاړلی قوم دی چی د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی تاریخي اهمیت او ځای لري.
د منګلو د آر هستوګنځي په هکله ګڼ شمېر تاریخ پوهان په دې نظر دی چې دوی د اوسنۍ بنو سیمه کې کابو شپږ اووه سوه کاله دمخه میشته وو. ډاکتر لطیف یاد په خپل کتاب پښتانه قبیلې وپیژنئ کې د ډپټي محمد حیات خان د تاریخ حیات افغاني په حواله لیکي چې منګل او دهني قبیلې د بنو په س

یمه کې میشته وو چې وروسته بنوڅیو یې څمکې او کروندې غصب کړې او د هغوې د غلبې او زور زیاتي له وجي مجبور شول چې خپله سیمه پرېږدي. د دهني قبیلې ډېر شمېر خلک هندوستان ته وکوچیدل او یو څه له منګلو سره د سپین غر په سهیلي سیمو کې میشته شول.

البته که چيرې د منګلو شجره په غور سره وڅيړو نو جوتیږي چې منګل په اصل کې د کرلاڼي پښتانه دي. د افغانستان نوميالی مؤرخ ارواښاد علمه عبد الحی حبيبي په خپل اثر د "افغانستان لنډ تاريخ" کې لیکي چې کرلاڼ ، غرغښت ، سربڼ او بېټنی سره وروڼه وو. او منګل بیا د کرلڼ د اولاد په ډله کې راځي.
د منګلو قوم د نورو افغانانو په شان د افغاننستان په تاریخ کی ځانګړی ځای لری. په انقلابي خوځښتونو کې یې هر وخت ډیر مهم رول لوبولی دی. د امن، سولې او ټیکا په را وستو کې یې تل د حکمتونو ملا ورتړلې.

سره له دې چې د منګلو قوم غټ اکثریت د پکتیا او خوست ولایتونو کې هستوګن دی خو د ننګرهار، کاپیسا، لغمان او هلمند ولایتونو ترځنګ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم خپل کلي او مېنې لري.

Address

ازادي واټ/حضوري چمن ته مخامخ د منګلو ځوانانو ټولنه
Kabul
25000

Telephone

0752131576

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when منګلو ځوانانو ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share