20/05/2025
د جنازې خبرتیا
په ډېرې ژورې خواشېنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ؛ چې د افغانستان ساپي قوم د یو والي سرتاسري شورا فعال او مبارز غړي ښاغلي محمد یوسف ساپي مور بي بي بېګاه شپه په حق رسیدلې ده، د مرحومې جنازه نن سه شنبه ۱۰ بجې د ثور ۳۰- ۱۴۰۴ کال دمرکزي بغلان، جرخشک - د محمد نوروز ساپي په کلي کې ادا کیږي.
د ساپي قوم د یووالي سرتاسري شورا رهبري نوموړي سره په دې درانه غم کې ځانونه شریک ګڼي، نوموړي او کورنۍ ته یې د تسلیت ترڅنګ د رب ذوالجلال دربار څخه مرحومې ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي.
انالله و انالیه راجعون