Scholarship For Afghanistan

Scholarship For Afghanistan Scholarship Updates For Afghanistan Students

سکالرشپ هغو کسانو ته ورکول کېږي چې اپلای کوي، یوازې هغو کسانو ته نه چې فکر پرې کوي! 🎓ډېر زده‌کوونکي یوازې د دې لپاره اپل...
30/09/2026

سکالرشپ هغو کسانو ته ورکول کېږي چې اپلای کوي، یوازې هغو کسانو ته نه چې فکر پرې کوي! 🎓

ډېر زده‌کوونکي یوازې د دې لپاره اپلای نه کوي چې:

«په دې سکالرشپ کې خو ډېر زیات رقابت دی.»

«څوکۍ ډېرې کمې دي.»

«معلومه نه ده چې زما اډمېشن به وشي که نه.»

خو یوه خبره په یاد ولرئ:

د نړۍ هېڅ سکالرشپ داسې نه دی چې رقابت پکې نه وي.

ستاسو دنده دا نه ده چې رقابت ختم کړئ.

ستاسو دنده یوازې دا ده چې خپل کار ترسره کړئ.

خپل اسناد په سمه توګه تیار کړئ.

د خپل پروفایل مطابق سمه پوهنتون او پروګرام پیدا کړئ.

د خپل پروفایل مطابق سکالرشپونه ولټوئ.

په ښه توګه اپلای وکړئ.

او بیا؟

پایله الله ته وسپارئ. 🤲

څوکۍ کمې دي که ډېرې، دا ستاسو په اختیار کې نه دي.

څومره کسان به اپلای کوي، دا هم ستاسو په اختیار کې نه دي.

څوک به انتخابېږي او څوک نه، دا هم ستاسو په اختیار کې نه دي.

نو بیا د دې شیانو په اړه فکر کولو سره خپل وخت ولې ضایع کوئ؟

پلمې مه لټوئ.

فرصتونه ولټوئ.

تر ټولو زیات څه کېدای شي؟

رد به شئ.

او رد کېدل دا معنا نه لري چې تاسو ناکام شوي یاست.

رد کېدل د خپل سکالرشپ سفر لومړی ګام وګرځوئ.

یوه اپلیکیشن رد شوه؟

بل ځای اپلای وکړئ.

دویمه رد شوه؟

درېیم ځای اپلای وکړئ.

خپلې هڅې جاري وساتئ.

ځکه هغه زده‌کوونکی چې هېڅکله یې اپلای نه دی کړی، د بریا چانس هم نه لري.
خپل کار په بشپړه صداقت سره ترسره کړئ، او هغه څه چې ستاسو په اختیار کې نه دي، الله ته یې وسپارئ. ❤️

همدا نن د خپلو راتلونکو سکالرشپونو لپاره، لکه CSC، ANSO، Erasmus Mundus، Türkiye Bursları او Stipendium Hungaricum، تیاری پیل کړئ. 🎓


:🇷🇺 روسیه کې د لوړو زده‌کړو فرصت لا هم خلاص دید Open Doors Scholarship 2026 له لارې د افغانستان زده‌کوونکي کولی شي د Bac...
30/09/2026

:🇷🇺 روسیه کې د لوړو زده‌کړو فرصت لا هم خلاص دی
د Open Doors Scholarship 2026 له لارې د افغانستان زده‌کوونکي کولی شي د Bachelor’s، Master’s او PhD لپاره اپلای وکړي.
د بریالیو زده‌کوونکو لپاره د روسیې په پوهنتونونو کې فیس‌وړیا زده‌کړه او د پروګرام له شرایطو سره سم نور امتیازات شته.
⏳ Deadline: 1 November 2026
که تر اوسه مو اپلای نه وي کړی، وخت مه ضایع کوئ. له رسمي ویب‌سایټ څخه خپل اپلیکیشن پیل کړئ:
🔗 Official Website: https://od.globaluni.ru/⁠�
که د اپلای کولو په برخه کې ستونزه لرئ، زموږ مسلکي ټیم کولی شي ستاسو د اپلیکیشن په پروسه کې مرسته وکړي او تاسو ته دغه بورس لپاره اطميناني ثبت نام وکړي. د Messenger له لارې راسره اړیکه ونیسئ.

🇪🇺 اروپا کې د ماسټرۍ لپاره د سکالرشپ فرصت!                    "Erasmus Mundus Joint Masters 2027 "د هغو افغان او پاکستان...
29/09/2026

🇪🇺 اروپا کې د ماسټرۍ لپاره د سکالرشپ فرصت!

"Erasmus Mundus Joint Masters 2027 "
د هغو افغان او پاکستانی محصلینو لپاره دی چې غواړي په اروپا کې د ماسټرۍ زده کړې وکړي.

څه ترلاسه کولی شئ؟
تر €1,400 پورې میاشتنی مالي ملاتړ
د زده کړو فیس معافیت
د سفر او استوګنې لپاره مالي مرسته
د ویزې اړوند لګښتونو لپاره مرسته

د زده کړې کچه: ماسټري
وړ هېوادونه: افغانستان، پاکستان او نور هېوادونه
پروګرامونه: بېلابېل ماسټري پروګرامونه
ده ثبت نام Deadline:
د هر پروګرام لپاره جلا ده، نو د خپل انتخاب شوي پروګرام رسمي Deadline وګورئ.

رسمي کتالوګ:
https://www.eacea.ec.europa.eu/scholarships/erasmus-mundus-catalogue_en

که غواړئ د دې سکالرشپ لپاره اپلای وکړئ، له موږ سره اړیکه ونیسئ. ميسينجر که ميسج وکي، موږ به د اپلای په پروسه کې درسره مرسته وکړو.

د DAAD سکالرشیپونه | جرمني د جرمني د مشهورو سکالرشیپونو له ډلې څخه یو هم DAAD دی، چې د نړیوالو محصلینو لپاره د ماسټري سک...
07/07/2025

د DAAD سکالرشیپونه | جرمني

د جرمني د مشهورو سکالرشیپونو له ډلې څخه یو هم DAAD دی، چې د نړیوالو محصلینو لپاره د ماسټري سکالرشیپونه وړاندې کوي. دا سکالرشیپ د "All Academic Disciplines" تر کتګوري لاندې اعلان شوی چې د ۲۰۲۶/۲۷ تحصیلي کال لپاره د افغانستان په ګډون د نړۍ له نورو هېوادونو هم محصلان ورته غوښتنلیک سپارلی شي.



🎓 د زده‌کړو کچه: ماسټري

📍 هېواد: جرمني

🗓️ د نوم‌لیکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۲۵ کال د اګسټ ۲۹مه

🔗 د سکالرشیپ رسمي لینک:

https://www2.daad.de/deutschland/stipendium/datenbank/en/21148-scholarship-database/?origin=190&status=3&subjectGrps=&daad=&q=&page=1&detail=50026200



🎁 د سکالرشیپ امتیازات:

د زده‌کړو بشپړ فیس

میاشتنۍ مالي مرسته: ۹۹۲ یورو

د سفر لګښتونه: له ۹۰۰ تر ۱۴۰۰ یورو پورې

روغتیايي بیمه

د تحصیلي موادو لپاره یو ځل ۴۶۰ یورو مرسته

د الماني ژبې د کورس فیس

اضافي مرستې لکه د کور کرایه یا د کورنۍ ملاتړ هم ممکن دي



🗂️ د نوم‌لیکنې لپاره اړین اسناد:

پاسپورت یا تذکره (پیل کې له پاسپورت پرته هم نوم لیکنه کېدای شي، خو وروسته ضروري دی)

د لیسانس سند او ترانسکریپټ

CV (تر ۳ مخونو پورې)

انګېزه لیک (Motivation Letter)

دوه سپارښت لیکونه (Recommendation Letters)

ستاینلیکونه یا نور مهم سندونه چې ستاسو سابقه او وړتیاوې څرګندوي

د ژبې سند (انګلیسي: TOEFL iBT min. 79 or IELTS min. 6,5)



📌 د نوم‌لیکنې طریقه:

د سکالرشیپ پاڼه ولولئ او Application Procedure برخه کلېک کړئ

هېواد ته “Afghanistan” وټاکئ تر څو مشخص شرایط درته ښکاره شي

خپل اسناد تیار کړئ

د DAAD پورټل کې اکونټ جوړ کړئ

اپلیکېشن ډک او اسناد اپلوډ کړئ

اپلیکېشن تر وروستۍ نېټې وړاندې وسپارئ



📢 مهمه یادونه:

مهرباني وکړئ د نوم‌لیکنې پر مهال له پوره دقت څخه کار واخلئ. ټول معلومات په دقت سره ولولئ، مهم ټکي یادداشت کړئ، اسناد مو له مخکې برابر کړئ او بیا غوښتنه وکړئ.



🌐 د سکالرشیپ لینک:

https://www2.daad.de/deutschland/stipendium/datenbank/en/21148-scholarship-database/?origin=190&status=3&subjectGrps=&daad=&q=&page=1&detail=50026200

#بورس

اړینه خبر دا پوست له زړه له درده کوم ولی چی تاسو ټولو ته معلومات دی چی ده علامه اقبال سکالرشیپونه اسی یو وهوکه وه ده غري...
24/02/2024

اړینه خبر
دا پوست له زړه له درده کوم ولی چی تاسو ټولو ته معلومات دی چی ده علامه اقبال سکالرشیپونه اسی یو وهوکه وه ده غريبو افغانستان خلکو په سر ده انټرنېشنل بانکونو نه ده سکالرشیپونه ورکولو په سر پیسی اخستل دی.
#نوټ:دا صفحه چی سوک هم چلوی ده دی ایچ ای سی غلام دی اوسه هیچ کس ته ایمل نه ده شوی او دی باربار دا پوست کوی ټولو خو دومره کوای شی چی #رپورټ ی کړی دا #صفحه ورته چی بیا دا غول خور داسی پوسټ وه نه کی

Address

Kabul Province
Kabul
1100

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Scholarship For Afghanistan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share