Suffered Mother's Charity Foundation د ځورېدلې مورکۍ خيريه بنسټ

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • Suffered Mother's Charity Foundation د ځورېدلې مورکۍ خيريه بنسټ

Suffered Mother's Charity Foundation د ځورېدلې مورکۍ خيريه بنسټ Humanity Is Still Alive انسانیت لا ژوندی دی

09/07/2026
04/07/2026

دا توري توري شپي به سپين سبا شي انډيواله
قبوله به زما د مور دعا شي انډيواله ✅🫵

مور چې له خپلې ړندې لور سره یې د حقوق پوهنځي د بشپړولو لپاره څلور کاله هر ټولګي ته ورسره تلله او ټول درسي کتابونه یې ورت...
27/06/2026

مور چې له خپلې ړندې لور سره یې د حقوق پوهنځي د بشپړولو لپاره څلور کاله هر ټولګي ته ورسره تلله او ټول درسي کتابونه یې ورته په لوړ غږ لوستل، د هغې د بې‌سارې قربانۍ او هڅو په درناوي د قانون افتخاري سند ترلاسه کړ.
د ۲۰۱۸ کال د جولای په میاشت کې، د Sakarya University د خپلې لېد کمزورې لور، Berru Merve Kul، ترڅنګ د هغې مور، Havva Kul، ته هم د فراغت په مراسمو کې د قانون افتخاري سند ورکړ.
د بریل درسي کتابونو او غږیزو زده‌کړیزو سرچینو د کمښت له امله، مور یې د څلورو کلونو په اوږدو کې د خپلې لور تر ټولو مهمه علمي مرسته وه. هغې هره ورځ له لور سره ټولګی ته تله، یادښتونه یې اخیستل او د درسونو په تعقیب کې یې ورسره مرسته کوله.
په کور کې به یې ساعتونه ساعتونه د حقوق کتابونه، قضیې او قانوني مادې په لوړ غږ ورته لوستلې، څو لور یې د ازموینو لپاره ښه چمتو شي.

26/06/2026

د پوهنتون د فراغت مراسم ختم شو،بهر راووتو!
یوه ډله ملګري راته منتظر،مبارکیانې یې راکولې غیږې
وې،خنداګانې څو شېبې وروسته د ملګرو مبارکیانې ختمې شوې.
اراده مو وکړه چې سره د ملګرو د کور په لور راشو،موټرو ته روان شو!
کشر ورور مې راباندې غږ وکړ؛چې صبر وکړه،مال څه کیسه ده،ویل یې.
مور راغلې ده هلته مخکې ناسته،ملګري مې د مشر وروره سره رخصت کړه په منډه ورغلم د مور خواته،د لاچي د سیوري لاندې په خړو خاورو کې زما راتګ ته منتظره وه،چې ورغلم په بېړه راپورته شوه کلک یې غیږ کې ونیولم.
دا زما په ژوند کې لومړی ځل و؛چې د خوشحالۍ په ورځ مې سلګۍ نه ودرېدې.

Shahab Shadab

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Suffered Mother's Charity Foundation د ځورېدلې مورکۍ خيريه بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share