AABRAR

AABRAR Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from AABRAR, Nonprofit Organization, 3rd Street, Taimany Project, Kabul.

Afghan Amputee Bicyclists for Rehabilitation And Recreation (AABRAR) is a non-profit, non-government local grass root Afghan NGO working for the rehabilitation and recreational activities for persons with disabilities and other vulnerable groups.

په ننګرهار ولایت کې د باکیفیته او بنسټیزې زده‌کړې پروژې مهم فعالیتونهد ننګرهار ولایت په سرخرود، خوږیاڼي، پچیرآګام، شیرزا...
24/09/2026

په ننګرهار ولایت کې د باکیفیته او بنسټیزې زده‌کړې پروژې مهم فعالیتونه

د ننګرهار ولایت په سرخرود، خوږیاڼي، پچیرآګام، شیرزاد او حصارک ولسوالیو کې د «باکیفیته او بنسټیزې زده‌کړې» ۱۴ میاشتینۍ پروژه د ۲۰۲۵ کال د اګست له میاشتې څخه پیل شوې او د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې دوام کوي.

د پروژې په ترڅ کې په ۸۸ ښوونځیو کې ګڼ مهم ښوونیز فعالیتونه ترسره شوي، چې پکې د ۱۰۴۸ ښوونکو مسلکي روزنه، ۳۱،۳۳۸ زده‌کوونکو او ۱۴۵۹ ښوونکو ته د درسي موادو وېش، د ۱۳۱۳ سیټه درسي او ښوونیزو موادو برابرول، د اوبو د سولري سیستمونو فعالول، د کتابتونونو جوړول او فعالول، د ښوونیزو شوراګانو روزنه، د ماشومانو د ساتنې او خوندیتوب روزنه، د ۲۰۰۰ زده‌کوونکو لپاره د تقویتي ټولګیو فعالول او د TLC پروګرام عملي کول شامل دي.

د ستاینې او مننې مراسم
د یادو ښوونیزو فعالیتونو او خدمتونو د قدردانۍ په موخه، د ابرار خیریه مؤسسې ولایتي مسؤل سید بشیر هاشمي له لوري د پوهنې ریاست قدرمن رئیس صاحب ته د اعزاز پګړۍ ور په سر شوه.

همدارنګه، د پوهنې ریاست د قدرمن رئیس او معاونینو له لوري د ابرار خیریه مؤسسې د ښوونیزو فعالیتونو، هڅو او خدمتونو د ستاینې په موخه، سید بشیر هاشمي او اظهارالدین (مولوي‌زاده) ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

په دې مراسمو کې د پوهنې ریاست له لوري د ابرار خیریه مؤسسې مشرتابه او ادارې ته د ښوونې او روزنې په برخه کې هم د ترسره شوو فعالیتونو، همکارۍ او خدمتونو د قدردانۍ په موخه ستاینلیک ورکړل شو.

په خوست ولایت کې د ابرار مؤسسې تعلیمي پروژه چې په څلورو ولسوالیو(ګربز، اسماعیل خېل/مندوزي، نادرشاه کوټ، دوه منده) کې د م...
23/09/2026

په خوست ولایت کې د ابرار مؤسسې تعلیمي پروژه چې په څلورو ولسوالیو(ګربز، اسماعیل خېل/مندوزي، نادرشاه کوټ، دوه منده) کې د محلي زده کړو ۲۵ ټولګي د NRC په مالي ملاتړ ایجاد کړي وو د کاري پلان او تفهمنامې مطابق تکمیل شوه.
د تعلیمي پروژې په ۲۵ ټولګیو کې ۸۲۵ زده کوونکي په زده کړو بوخت وو او ذکرشویو زده کوونکو دویم او دریم ټولګي په بریالیتوب سره تکمیل کړل، د پوهنې ریاست سره د رسمي مکتوب له لارې د ټولګیو د تسلیمۍ پلان شریک شو، او د پلان مطابق د مربوطه پوهنې امریتونو سره په هماهنګۍ د ټولګیو ټول اجناس، د زده کوونو نتایج او د زده کوونکو کارت سوانح مربوطه ښوونځیو ته تسلیم شول.
د پروژې د کارمندانو د خدای پاماني په مراسمو کې د پوهنې ریاست نماینده، د اقتصاد ریاست نماینده، د مربوطه پوهنې امریتونو ټولو امرینو او د انکشاف مسلکي غړو په نماینده ګي د هر امریت څخه یو یو د انکشاف مسلکي غړی او په جنوب ختیځ زون کې د اکبر مؤسسې مسؤل او ټولو د محلي ټولګیو قدرمنو ښوونکو ګډون کړی وو. غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، ورپسې د ابرار مؤسسې ولایتي مسؤل محمدامین ودان ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او هم یې د پروژې د ښه تطبیق په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د پوهنې امریتونو محترمو امرینو(اصیل محمد سهیل، حضرت مومین حسیني، روح الله روحاني، عبدالرحمن هلال) په خپل نوبت خبرې وکړې او د پروژې کړنې یې وستایلې او د ورته نورو پروژو غوښتنه کوله ، د پوهنې ریاست په نماینده کي د اساسي او ثانوي زده کړو عمومي مدیر محترم بهادر یوسفزي خبرې وکړې او د پروژې د کارونو او د راپورونو بر وخت شریکولو یې مننه وکړه، د اقتصاد ریاست په نماینده ګي د مؤسساتو د انسجام امر محترم شفیق الله ځلاند خبرې وکړې د پروژې د ښه تطبیق په پار یې د ابرار مؤسسې کړنې او د ابرار مؤسسې په ایمرجنسي فعالیتونو کې د ګډون کولو په پار مننه وکړه او په یو ستاینلیک وستایلې، په اخره کې په جنوب ختیځ زون کې د اکبر مؤسسې مسؤل محترم یعقوب جان ستوري په خپلو خبرو کې د ابرار د فعالیتونو ستاینه وکړه او هم یې د ابرار مؤسسې په ایمرجنسي فعالیتونو کې د ګډون کولو په پار مننه وکړه. په پای کې د خوست ولایتي ټیم او د غونډې ګډونوالو د ابرار ولایتي مسؤل ته د اعزاز لونګۍ ور په سر کړه او غونډه د دعاییه په ویلو پای ته ورسېده.

مؤسسه خیریه ابرار با همکاری بنیاد آغا خان، فعالیت یک پروژه مشترک تعلیمی را در ولایت هرات آغاز نموده است.این پروژه در بخش...
07/09/2026

مؤسسه خیریه ابرار با همکاری بنیاد آغا خان، فعالیت یک پروژه مشترک تعلیمی را در ولایت هرات آغاز نموده است.

این پروژه در بخش‌های مختلف آموزشی، از جمله مکاتب محلی، صنوف تعلیمات قبل از مکتب و صنوف جبرانی، در ولسوالی‌های مختلف ولایت هرات تطبیق می‌گردد. هدف از تطبیق این پروژه، فراهم‌سازی فرصت‌های بهتر آموزشی برای اطفال و شاگردان، ارتقای کیفیت آموزش و تقویت نظام آموزشی در مناطق تحت پوشش می‌باشد.

یکی از بخش‌های کلیدی این پروژه، ارتقای ظرفیت و توانمندسازی استادان و کارکنان آموزشی می‌باشد. در همین راستا، برنامه‌های آموزشی و ارتقای ظرفیت برای ۷۰ تن از استادان و اعضای بخش انکشاف مسلکی آمریت‌های معارف برگزار گردیده است.

هدف از برگزاری این برنامه آموزشی، ارتقای دانش و مهارت‌های اشتراک‌کنندگان در بخش‌های روان‌شناسی و موضوعات روان‌شناختی، مدیریت صنف، مصونیت و محافظت از اطفال، تعلیم و تربیه همه‌شمول و مربی‌گری می‌باشد.

انتظار می‌رود اشتراک‌کنندگان با فراگیری دانش و مهارت‌های لازم در این بخش‌ها، بتوانند روش‌های مؤثرتر آموزشی را در محیط‌های تعلیمی به کار گرفته، زمینه آموزش مصون، همه‌شمول و باکیفیت را برای اطفال فراهم سازند و در بهبود کیفیت تعلیم و تربیه در ولسوالی‌های تحت پوشش
پروژه نقش مؤثری ایفا نمایند.
———————————
AABRAR in collaboration with the Aga Khan Foundation, has launched a joint education project in Herat Province.

The project is being implemented in various educational areas, including Community Based Schools, Early Child Care and Development, and Catch-up classes across different districts of Herat Province.

The main objective of the project is to provide better educational opportunities for children and students, improve the quality of education, and strengthen the education system in the targeted areas.

One of the key components of this project is capacity building and the professional development of teachers and education personnel. In this regard, training and capacity-building programs have been conducted for 70 teachers and members of the Professional Development District Education Department.

The objective of these training programs is to enhance participants’ knowledge and skills in psychology and psychosocial topics, classroom management, child safeguarding and protection, inclusive education, and coaching.

It is expected that, by acquiring the necessary knowledge and skills in these areas, the participants will be able to apply more effective teaching methods in educational settings, provide a safe, inclusive, and high-quality learning environment for children, and play an effective role in improving the quality of education in the districts covered by the project.

د ابرار موسسې ۳۴ مه کلیزه مو مبارک شه!دا د هغو مخلصو همکارانو نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده چې له کلونو راهيسي د ولس خدمت...
25/08/2026

د ابرار موسسې ۳۴ مه کلیزه مو مبارک شه!
دا د هغو مخلصو همکارانو نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده چې له کلونو راهيسي د ولس خدمت ته ژمن پاتې شوي دي.
ابرار موسسې لا هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مرستو او خدمت څراغ بل ساتلی دی.
تل دې وي ابرار
ژوندی دې وي افغانستان

Big shout out to my newest top fans! 💎 Anwarulhaq Safeer, Rafiullah Miakhel, Wafiullah Sakhi, Yunus Wafa, Khalid Abaszai...
11/05/2026

Big shout out to my newest top fans! 💎 Anwarulhaq Safeer, Rafiullah Miakhel, Wafiullah Sakhi, Yunus Wafa, Khalid Abaszai, محمدجواد شریعتی, حبیب الله همکار, Kashmir Khan Kamran

Drop a comment to welcome them to our community,

We are honored to announce that AABRAR has been selected as one of the awardees of the Tadamon Food Security Accelerator...
11/05/2026

We are honored to announce that AABRAR has been selected as one of the awardees of the Tadamon Food Security Accelerator!

This recognition strengthens our mission to empower communities, enhance food security, and create sustainable impact across Afghanistan.

We extend our gratitude to the Islamic Development Bank (IsDB) and the Islamic Solidarity Fund for Development (ISFD) for their invaluable support.

📢 Acknowledgment:
“Project financed with the contribution of the Islamic Development Bank, Islamic Solidarity Fund For Development”

We look forward to sharing milestones and achievements from this journey, and to working closely with partners and communities to build resilience and hope. 🌍💚

په کونړ ولایت کې د لنډمهاله زده‌کړې ټولګیو (TLS) د ښوونکو او همکار ښوونکو لپاره د ۷ ورځني ریفرېشر ټرېنینګ او ۱۴ ورځني پی...
07/05/2026

په کونړ ولایت کې د لنډمهاله زده‌کړې ټولګیو (TLS) د ښوونکو او همکار ښوونکو لپاره د ۷ ورځني ریفرېشر ټرېنینګ او ۱۴ ورځني پیداګوژۍ او میتودولوژۍ روزنیز پروګرام د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه پیل او د ۲۰۲۶ کال د مې په ۶مه نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
په دې روزنیز پروګرام کې ټولټال ۶۹ نارینه او ۱۶ ښځینه ښوونکو ګډون کړی و، چې هغوی ته د زده‌کړې د کیفیت د لوړولو په موخه مهم موضوعات وړاندې شول.
په دغو موضوعاتو کې د ښوونکي شپږ اساسي قابلیتونه شامل وو، لکه: مضموني پوهه، ماشوم پېژندنه، د ټولګي مدیریت، د تدریس او ارزونې میتودونه، مسلکي وده، او د ټولنې مشارکت. همدارنګه، د تدریس اغېزمنې طریقې، د ماشوم‌محوره زده‌کړې اصول، او د زده‌کوونکو د ملاتړ لارې چارې هم تدریس شوې.
د ټرېنینګ د پیل وینا د کونړ دفتر ولایتي مسؤل عجب خان ماليار او د پروژې مسؤل وحید سنګر لخوا ترسره شوه. هغوی د ښوونکو رول د ټولنې په پرمختګ کې مهم وباله او د هغوی د مسلکي وړتیاوو پر لوړولو یې ټینګار وکړ.
د ټرېنینګ له جریان څخه د ابرار دفتر عمومي رئیس ډاکټر عبدالبصیر توریالی او د ابرار مؤسسې د تعلیمي برنامو عمومي مسؤل محمد افضل شیرزاد هم لیدنه وکړه، چې د روانو روزنیزو فعالیتونو ارزونه یې وکړه او د ښوونکو هڅې یې وستایلې.
نوموړو ښوونکو ته د ټرېنینګ پر مهال عملي تمرینونه، ډله‌ییز کارونه، او د تجربو شریکولو فرصتونه هم برابر شول، څو وکولای شي ترلاسه شوې پوهه په خپلو ټولګیو کې په مؤثره توګه پلي کړي.
دغه روزنیز پروګرام د زده‌کړې د کیفیت د ښه والي او د ماشومانو لپاره د یو مناسب، خوندي او هڅوونکي زده‌کړیز چاپېریال د رامنځته کولو په موخه تنظیم شوی و.

06/05/2026
د بامیان ولایت په مکتبونو کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د تعلیمي کڅوړو، اداري تجهیزاتو، د کتابتون وسایلو او د څ...
06/05/2026

د بامیان ولایت په مکتبونو کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د تعلیمي کڅوړو، اداري تجهیزاتو، د کتابتون وسایلو او د څښاک اوبو اسانتیاوو وېش په مناسبت یوه شانداره پرانیستغونډه د بامیان ولایت د AABRAR مؤسسې په ولایتي دفتر کې د لوړپوړو ولایتي چارواکو په ګډون ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د بامیان ولایت محترم والي، د پوهنې ریاست رئیس، د بامیان پوهنتون رئیس، د AABRAR مؤسسې مشر، د B-AQBE عمومي مدیر او د ولایت اړوند کارکوونکو ګډون درلود.
د پروګرام په پیل کې د AABRAR مؤسسې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالبصیر توریالي د مؤسسې د فعالیتونو او په بامیان ولایت کې د روان پروګرام په اړه یوه هر اړخیزه وینا وړاندې کړه.
هغه همدارنګه د ولایتي چارواکو او د بامیان د پوهنې ریاست څخه د هغوی د همکارۍ له امله مننه وکړه.
وروسته، د بامیان د پوهنې رئیس د AABRAR مؤسسې څخه مننه څرګنده کړه او د دې مؤسسې فعالیتونه یې د ستاینې وړ وبلل او د داسې نوښتونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د ویناوو په پای کې، د بامیان ولایت والي قاري حاجي ګل حیدر شفق د AABRAR مؤسسې او د پوهنې ریاست څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د هېواد پرمختګ او وده د زده کوونکو د زده‌ کړې او روزنې د کچې له لوړولو سره تړلې ده، او پر زده‌ کړې یې ټینګار وکړ.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې، زده‌کوونکو ته تعلیمي کڅوړې ووېشل شوې چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې.
دا نوښت د زده‌کوونکو د ملاتړ او هغوی د زده‌کړو دوام ته د هڅونې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
پروګرام د حکومت ادارو او د AABRAR مؤسسې ترمنځ د همکارۍ په دوستانه فضا کې پای ته ورسېد.

په خوست ولایت کې د ابرار خیریه مؤسسې له لوري د NRC مؤسسې په مالي ملاتړ د څلورو ولسوالیو (ګربز، اسماعیل‌خېل/مندوزي، نادرش...
17/12/2025

په خوست ولایت کې د ابرار خیریه مؤسسې له لوري د NRC مؤسسې په مالي ملاتړ د څلورو ولسوالیو (ګربز، اسماعیل‌خېل/مندوزي، نادرشاه کوټ او دوه‌منده) په سطحه د ۲۰۲۵ میلادي کال د دسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه دریم ټولګی پیل شو.

له تعلیمي کال سره سم د ابرار موسسې اړوند ۲۵ ټولګي، چې شاوخوا ۸۰۰ تنه زده‌کوونکي پکې زده‌کړه کوي، په رسمي ډول پیل شول.

د دریم ټولګي له پیل سره سم، ټولو ښوونکو ته اړوند ښوونیز کټونه، زده‌کوونکو ته درسي کتابونه، قرطاسیه، د حفظ‌الصحې کیټونه، او ټولګیو ته اړین تدریسي وسایل وویشل شول.

یاد توزیع د خوست د پوهنې ریاست او اړوندو ولسوالیو د پوهنې آمرینو سره په بشپړه همغږۍ ترسره شوی دی.

Address

3rd Street, Taimany Project
Kabul
25000

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Telephone

+93775558885

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AABRAR posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to AABRAR:

Shortcuts

Share