16/07/2022
جیمزویب ټیلسکوپ ثابته کړه چې له لمریز نظام ورهاخوا د نورو سیارو په اتموسفیرونو کې د ژوند نښې نښانې پلټلای شي
په کائناتو کې د ژوندانه مرکبات خواره واره ذي. دا چې تر دې دمه په پېژندل شویو کائناتو کې ځمکه د ژوندانه یوازینی ځای دی، نو په نوې ستورپوهنه او د سیارو په علم کې له دې ورهاخوا د ژوند پلټل اوس یو لوی هدف بلل کېږي.
موږ دوه ساینسپوهان یوو چې زموږ له لمریز نظام ورهاخوا نورې سیارې او ستوربیولوژي مطالعه کړو. د جیمزویب په څېر او د راتلونکو نسلونو له تلسکوپونو څخه ځکه مننه کوو چې زموږ په څېر څېړونکو سره د نورو ستورو پر شاوخوا د را تاوېدونکو سیارو په مطالعه کې مرسته کوي. دوی موږ ته دا وړتیا راکوي چې د اړوندو سیارو د اتموسفیرونو پر جوړښت پوه شوو او له هغوی څخه بیا دا مالومه کړو چې ایا هلته ژوند ممکن دی که نه. داسې هیله کېږې چې له دې سیارو څخه به یوه یا زیاتې په خپل ځان کې د ژوندانه کیمیاوي نښې نښانې لري.
زموږ له لمریز نظام ورهاخوا د اوسېدو وړ سیارې
په نورو لمریزو سیستمونو کې هم ممکن ژوند موجود وي چېرته چې د مریخ په څېر او د مشتري د سپوږمۍ، اروپا په شان تر خپله سطحه لاندې د اوبو سمندرونه موجود دي. خو بیا هم، په دغسې ځایونو کې د ژوندانه نښې نښانې پلټل خورا سخت کار دی، ځکه دوی بېخي لیرې پرتې سیمې دي او هلته باید پلټونکي روباټونه ور واستول شي تر څو له هغه ځایه نمونې راوړي.
زیاتره ستورپوهان باوري دي چې پر نورو ستورو را تاوېدونکې سیارې زیات چانس لري چې ژوند پکې موجود وي.
نظري محاسبې په ډاګه کوي چې یوازې زموږ په میلکيوې کهکشان کې ۳۰۰ میلیون داسې سیارې شته چې د ژوندانه لپاره مساعدې دي. له دغې ډلې څخه بېخي زیاتې ځمکډوله سیارې زموږ په کهکشاني ګاونډ کې د ۳۰ نوري کالو په واټن کې پرتې دي.
تر دې دمه، ستورپوهانو زموږ له لمریز نظام ورهاخوا ۵۰۰۰ سیارې موندلې دي چې په دې کې سلګونه د ژوندانه لپاره مساعدې دي. د ژوندانه لپاره د یوې سیارې مساعدوالی یا نه مساعدوالی له دې څخه مالومېږي چې په خپل اړوند ستوري باندې څه ډول اغېز کوي. دغه نامستقیم میتود د سیارې په اړه موږ ته فقط د هغې د کتلې او سایز په اړه مالومات راکوي، تر دې ورهاخوا نور څه نشي راکولای.
د ژوندانه په نښو نښانو پسې لټون
د دې لپاره چې په یوه لیرې سیاره کې ژوند وپلټو، ستوربیولوجیستان د اړوند ستوري هغه رڼا مطالعه کوي چې د خپلې سیارې له سطحې یا اتموسفیر سره یې تعامل کړی وي. کله چې په اتموسفیر یا سطحه کې د ژوند امکان موجود وي نو دغه رڼا له ځان سره د ژوندانه نښې نښانې لېږدوي.
د ځمکې د اوسني عمر په نیمایي وخت کې د هغې اتموسفیر اکسیجن نه لاره، خو له دې سره سره یې بیا هم د ژوندانه وړې نښانې لرلې. په دغه دوره کې د ځمکې په اتموسفیر کې د ژوند نښې بېخي تتې وې. دغه هر څه ۲.۴ میلیارد کاله مخکې یو دم بدل شول او یوه نوې دوره پیل شوه.
په دغه دوره کې د فوتوساینتیزس په نوم پروسې رول ولوباوه چې مفت اکسیجن یې تولید کړ، داسې اکسیجن چې په کیمیاوي ډول له بل عنصر سره ګډ نه و. له دې وخت وروسته د ځمکې اتموسفیر له اکسیجنه ډک او ډېر اسانه د پلټلو وړ شو، چې کومه رڼا به ور سره ونښته نو له هغې څخه به د ژوندانه د مرکباتو نښې نښانې پکې ښکارېدې.
کله چې نور له ماده لرونکې سطحې یا ګازي ساحې څخه تېر شي، په هغه ځای کې د نور مالوم طول موجونه پاتېږي. د نور د څپو د طول موجونو دغه انتخابي پاتېدا د دې سب دی چې اجسام جلا جلا رنګونه خپلوي.
د ونو پاڼې ځکه زرغونې ښکاري چې کلوروفیل د نور ابي او سور رنګه طول موجونه په ځان کې جذبوي. کله چې په یوه پاڼه باندې نور ولګېږي، د هغه ابي او سوررنګه طول موجونه جذبوي او بېرته یې زموږ سترګو ته په زرغون رنګ را انتقالوي.
د مادې پر سطحه یا پر ګاز باندې د لګېدلی نور نښې نښانې د اړوندې مادې یا ګاز له هغه ترکیب څخه مالومېږي چې نور تعامل ورسره کړی وي. نو له همدې خاطره ستورپوهان زموږ له لمریز نظام ور هاخوا د نورو سیارو پر اتموسفیر پوهېږي.
له دغې تګلارې څخه په استفاده، موږ کولای شو چې د یوې سیارې په اتموسفیر کې داسې ګازات وپلټو چې ژوند ورپورې تړلی دی، لکه اکسیجن او متان. دا ځکه چې دغه ګازونه د نور په وړانګو کې مالومدارې نښې پرېږدي. آن دا چاره د اړوند سیارې د سطحې د رنګ پر پېژندلو کې لا مرسته کوي.
مثلاً د ځمکې پر مخ کلوروفیل او نور رنګداره بوټي د فوتوساینتیزس عملیې په وسیله د نور ځانګړي طول موجونه جذبوي.
دغسې رنګین شیان د رنګ ځانګړي خواص تولیدوي چې د حساسو انفراریډ کېمرو په وسیله پلټل کېدای شي. که تاسو د یوې لیرې سیارې له سطحې څخه منعکسېدونکي رنګونه لیدای شوای نو په دې سره به هلته په ډېر واضح شکل د کلوروفیل حضور لیدل کېدای.
په ځمکه او فضا کې ټیلسکوپونه
د دې لپاره چې د یوې باندنۍ سیارې په نور کې همدا ډېر وړوکي خواص وپلټو نو بېخي زورورو ټیبسکوپونو ته اړتیا ده. د اوس لپاره د دې دندې اجرا کولو ته جیمزویب فضایي ټیلسکوپ بېخي مناسب دی.
دا چې جیمزویب ټیلسکوپ د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشتې څخه د باندنیو سیارو پر پلټنه پیل کړی دی، تر اوسه یې د WASP-96b په نوم د غټې ګازي سیارې طیف یو څه مطالعه کړی دی. د طیف له کتنې څخه یې مالومه شوه چې دغه سیاره ورېځې او اوبه لري، خو دا چې دغه سیاره ډېره غټه او ګازي ده، نو د ژوندانه مساعدوالی ناممکن پکې ښکاري.
خو بیا هم دغه مالومات ښیي چې جیمزویب ټیلسکوپ په باندنیو سیارو کې د نور له ډېرو کوچنیو کیمیاوي نښو نښانو او بدلونونو څخه خبرېدای شي.
په راتلونکو میاشتو کې به جیمزویب خپلې هندارې د TRAPPIST-1e په نوم د یوې داسې باندنۍ سیارې خوا ته واړوي چې اندازه یې له ځمکې سره برابره ده او تمه کېږي چې د ژوندانه امکانات هم پکې وي. دغه سیاره له موږ څخه ۳۹ نوري کاله واټن لري.
جیمزویب ټیلسکوپ د باندنیو سیارو د هغه نور له مطالعې څخه هلته د ژوندانه نښې پلټي چې له خپل ستوري څخه یې اخلي او بیا د هغې له اتموسفیر څخه بهر راوځي. دغه ټیلسکوپ په نزدې باندنیو سیارو کې د ژوندانه د امکاناتو د پلټلو لپاره هم ډیزاین شوی دی، د ډېرو لیرې هغو لپاره نه.
ویب ټیلسکوپ یوازې د سیارو په اتموسفیرونو کې د کاربنډایاکسایډ، متان او اوبو له مطالعې څخه هلته د ژوند پر امکاناتو پلټنې کوي. دغه ټیلسکوپ د همدې ګازاتو له ترکیب څخه د ژوندانه د مساعدوالي وړاندوینه او غوښتنه کوي.
لیکوالان: کریس ایمپي او ډینېل اپای
ژباړه: وکیل احمد عزیزي