14/07/2026
🩸 کمخوني (انیمیا) وپېژنئ
کمخوني (Anemia) په نړۍ کې د تغذیې له مهمو ستونزو څخه ده او تر ټولو ډېرې ښځې، امیندوارې ښځې او کوچني ماشومان اغېزمنوي.
کمخوني څه ده؟
کمخوني هغه حالت دی چې په کې د وینې د سرو حجرو (RBCs) یا د هیموګلوبین اندازه کمه شي، له همدې امله د بدن انساجو ته کافي اکسیجن نه رسېږي.
د کمخونۍ مهم لاملونه
🔹 د اوسپنې (Iron) کمښت – تر ټولو عام لامل
🔹 د ویټامین B12 او فولیک اسید کمښت
🔹 د وینې ضایع کېدل (لکه میاشتنی عادت، داخلي وینه بهېدنه او ټپونه)
🔹 د هډوکو د مغز ناروغۍ
🔹 ساري ناروغۍ، لکه ملاریا
د کمخونۍ نښې
✔️ ستړیا او کمزوري
✔️ د زړه چټک درزا
✔️ ساه لنډېدل
✔️ سرګرځېدل او سردرد
✔️ د سینې درد (په شدیدو حالتونو کې)
✔️ د ژبې سوځېدل او د خولې زخمونه
✔️ د ویښتانو تویېدل او د نوکانو کمزوري
د کمخونۍ مخنیوی
🥩 د اوسپنې لرونکي خواړه وخورئ (غوښه، ځیګر، لوبیا، پالک)
🍊 د ویټامین C لرونکې مېوې وکاروئ، ځکه د اوسپنې جذب زیاتوي.
💊 که ډاکټر سپارښتنه وکړي، د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ استعمال کړي.
آدرس: مکروريان چهارم مقابل شفاخانه
شينوزاده عقب تعميرګالري منزل دوم صافی صحت شهر طبی لابراتوار
☎️ 0782444684/0777242014