05/07/2026
د رسول الله ﷺ له مأثورو دعاوو څخه یوه دا ده:
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكُفْرِ وَالْفَقْرِ
اې الله! زه تا نه له کفر او فقر څخه پناه دروړم.
علماوو د دې دعا په حکمت کې ویلي چې د کفر او فقر یوځای یادول بېحکمته نه دي. سخت فقر کله ناکله انسان داسې تنګ حالت ته رسوي چې د ایمان، اخلاقو او انساني کرامت ساتل ورته خورا سخت شي. له همدې امله بل حديث کي که څه هم د ,كَادَ الفَقْرُ أَنْ يَكُونَ كُفْرًا , روایت د سند له پلوه قوي نه دی، خو ډېرو علماوو یې د معنا صحت منلی او ویلي یې دي چې کله ناکله بېوزلي انسان د دین او عقیدې تر سخت امتحان لاندې راولي.
که فقر انسان د کفر تر پولې رسولای شي، نو په لومړي سر کې خو یې د نورو ټولنیزو ناخوالو لامل کېدل لا څرګند دي. غلا، رشوت، فحشاء، نشه، کورنی تاوتریخوالی، کرکه، ټولنیزې شخړې او آن ځینې امنیتي ستونزې ډېری وخت د اقتصادي بېوسۍ او ناهیلۍ له امله راټوکېږي. که څه هم هر غریب مجرم نه وي، خو فقر د جرم او انحراف لپاره زمینه پراخوي.
زموږ په هېواد کې د بېکارۍ او غربت کچه ورځ تر بلې لوړېږي. تعلیمیافته ځوانان د کار له نشتوالي دومره ناهیلي شوي چې نږدې هره ورځ راته په مسنجر کې د دندې غوښتنې څو پیغامونه راځي. هغوی ګومان کوي چې ښايي زما ټولنیزې اړیکې پراخې وي او وکولای شم د هغوی لپاره د کار کومه دروازه پرانیزم.
خو تر ټولو دردوونکې شېبه هغه وي چې د دوی د هیلو او بېوسۍ ترمنځ ځان بېوسه ووینم. د زړه له سترګو مې اوښکې روانې وي، خو د لاسه مې هېڅ نه کېږي.
چارواکي باید درک کړي چې د خلکو لپاره د کار، عزتمند ژوند او اقتصادي فرصتونو برابرول یوازې اقتصادي سیاست نه دی، بلکې شرعي مسؤولیت، اخلاقي وجیبه او الهي امانت هم دی. هغه ټولنه چې ځوانان یې د کار پر ځای د ناهیلۍ، مهاجرت او فقر په څلورلارې کې ولاړ وي، هلته یوازې اقتصاد نه کمزوری کېږي؛ بلکې ایمان، اخلاق، امنیت او ټولنیز ثبات هم له خطر سره مخ کېږي.
د جرمونو او اخلاقي انحرافاتو پر ضد تر ټولو اغېزناک مبارزه یوازې په سزا نه کېږي؛ تر هغې وړاندې باید د فقر، بېکارۍ او ناهیلۍ ریښې وچه شي. ځکه ډېر وخت د جرم اصلي سرچینه د انسان بد فطرت نه وي، بلکې هغه شرایط وي چې ټولنه یې ورباندې تپي.