د رڼا لاره

د رڼا لاره یواځې دیني بیانونو ته ځانګړې شوی ده

24/07/2022
23/07/2022

أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ
خلکو ته د نیکۍ امر کوئ خو ځانونه درنه هېر دې

23/07/2022

څوک چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې یو ځل درود ووايي الله تعالی په هغه باندې لس ځله درود وايي.

22/07/2022

دغه جملي مو پخپلو اولادو باندي زده کړي او په باربار ځیني وپوښتۍ چي هم عقیده وي اوهم سیرة سوالونه پکښي دي.
ژباړونکي عبدالولي رازقي
سوال : دچابنده یي؟
جواب : د الله جل جلاله بنده یم.
سوال : دچا اُمتي يی ؟
جواب : د محمد رسول الله (صل الله علیه وسلم ) امتي یم.
سوال : دچا په ملت یي ؟
جواب : په ملت د ابراهیم ( علیه سلام ) یم.
سوال : دچا په مذهب یی ؟
جواب : د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) په مذهب یم .
سوال : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څو یاران درلودل ؟
جواب : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څلور یاران درلودل.
1- حضرت ابوبکر صدیق ( رض الله عنه )
2- حضرت عمر فاروق ( رض الله عنه )
3- حضرت عثمان غنی ( رض الله عنه )
4- حضرت علی ( رض الله عنه )
سوال : څو مذهبونه دي؟
جواب : څلور مذهبونه دي .
1- د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب.
2- د امام شافی ( رحمت الله علیه ) مذهب .
3- د امام مالک ( رحمت الله علیه ) مذهب.
4- د امام احمد بن حنبل ( رحمت الله علیه ) مذهب.
لوړ ترین په مذاهبوکي د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب دي.
سوال : ایمان څه شي دي؟
جواب : ایمان په لغت کي تصدیق او باور کولو ته ویل کیږي. او په اصطلاح کي دالله ( جل جلا له ) او دهغه د حبیب صلی الله وسلم ټول احکام په ژبه بیانول او په زړه سره تصدیق کول او عملي کول دي.
سوال : ایمان دڅه شي په واسطۀ سره قوي کیږي؟
جواب : ایمان دنیکو اعمالو ده کولو په واسطه قوي کیږي.
سوال : اسلام څه شي دي؟
جواب : اسلام عبارت دي دځان دتسلیمولو او د الهي احکامو دپیروي کولو څخه.

سوال : اسلام کوم قسم دین دي؟
جواب : اسلام متوسط دین دي په مابینځ کي د سختی او آسانی .
سوال : څو آسمانی دینونه دي او هم ووایه چي پرچا چا نازل شویدي ؟
جواب : څلور آسمانی کتابونه دي او په څلورو پیغمبرانو علیهم السلام نازل شویدي.
1- تورات په حضرت موسی ( علیه سلام )
2- انجیل په حضرت عیسی ( علیه سلام )
3- زبور په حضرت داود ( علیه سلام )
4- قرآن په حضرت محمد رسول الله ( صل الله علیه وسلم )
سوال : مونږ پر څو کتابونو باندي ایمان لرو؟
جواب : مونږ پر څلورو کتابونو باندي ایمان لرو لکه، ( توارت، انجیل، زبور او فرقان یاقرآن ).
سوال : زمونږ کتاب کوم یو دي ؟
جواب : زمونږ کتاب قرآن کریم دي.
سوال : قرآن شریف په څومره وخت کي، دچا له طرفه او دچا په واسطه په حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شو ؟
جواب : قـرآن کریم د 23 کالو په وخت کي د الله ( جل جلا له )له طرفه او دحضرت جبریل ( علیه سلام ) په واسطه پر حـضـرت مـحـمـد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شویدي.
سوال : قرآن کریم څو سیپاري او څو سورتونه لري؟
جواب : قرآن کریم 30 سیپاري او 114 سورتونه لري.
سوال : د قرآن کریم زده کول او هغه پر ځان عملي پر مونږ څه شي دي ؟
جواب : د قرآن کریم زده کول او د هغه پرځان عملي کول پر مونږ فرض دي.
سوال : د الله ( جل جلا له ) صفات څو قسم دي؟
جواب : صفات د الله ( جل جلا له ) دوه قسمه دي،چي هغه ذاتی صفات او فعلی صفات دي .
ذاتی صفات عبارت دي : سمع، بصر، کلام، اراده، قدرت، حیات او علم چي دا ده الله ( جل جلا له ) ذاتي صفات دي او ثابت دي،چي الله ( جل جلا له ) دهغه په ضد نه موصوف کیږي، مثلاٌ قدرت چي دهغه ضد کمزوري دي
فعلی صفات عبارت دي له : تخلیق، انشأ، ترزیق، احیأ، ابداع، اعزاز او اذلال، چي داصفات د الله ( جل جلال له ) لپاره ثابت دي او دهغه په ضد موصوف کیږي. لکه. احیأ ( ژوندي کول ) چي دغه اماتت ( مړه کول دي ) دی.
سوال : جنیات یا پیرانان د څه شي څخه پیداشویدي ؟
جواب : د اوره څخه.

سوال : روح د انسان په کوم ځاي کي قرار لري ؟
جواب د انسان په ټول وجود کي قرار لری.
سوال : د ثمودیانو قوم ولي دبیخه وکښل شو ؟
جواب: ځکه چي د الله ( جل جلال له ) د اوامرو څخه یي سرغړونه وکړل.
سوال : فرعون ولي غرق شو ؟
جواب : ځکه چي ایمان یي په الله ( جل جلال له ) نه راوړي.
سوال : که چیری څوک په الله ( جل جلال له ) ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب: هغه چي په الله جل جلاله ایمان نلري هغه ته کافر ویل کیږي.
سوال : که په پیغمبرانو ایمان ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب : هغه ته هم کافر ویل کیږي.
سوال : آیا پر الله ( جل جلال له ) ایمان ندرلودل نیک اعمال کومه ګټه لري ؟
جواب : بغیر د ایمان څخه هیڅ عمل ګټه نلري.
سوال : د الله ( جل جلال له ) یوڅو نومان بیان کړي ؟
جواب : رحمن ، رحیم ، رزاق ، خالق ، کریم ، ستار ، رقیب ، قیوم ، قادر ..........
سوال : د پیغمبر ( صل الله علیه وسلم ) یو څو نومان ذکر کړي ؟
جواب : محمد ، احمد ، محمود ، صادق ، منیر ، بشیر ، نذیر ، مزمل ، مدثر ........
سوال : مجمل ایمان بیان کړي ؟
جواب : آمنت ُ بالله کماهو با سمائه و صفاته و قبلتُ جمیع احکأمه و ارکانه اقرار باللسان و تصدیق با قلب.
سوال : مفصل ایمان بیان کړي؟
جواب : آمنتُ بالله و ملائکته و کتبه ورسله والیوم الاَخر والقدر خیره و شره من الله تعالی والبعث بعد الموت.
سوال : مومن به څو شیان دي ؟
جواب : مومن به ۷ دي :
1- ایمان په الله ( جل جلال له )
2- ایمان په ملائکه وو.
3- ایمان په اسماني کتابونو باندي .
4- ایمان په پیغمبران.
5- ایمان د آخرت ورځي باندي .
6- ایمان د مرگ څخه وروسته په ژوندي کیدو باندي.
7- ایمان په خیر و شر چي د الله ( جل جلال له ) له طرفه دي.
سوال : پیغمبر چاته ویل کیږي ؟
جواب : هغه کس چي د الله ( جل جلال له ) له طرفه د بشر د لارښوونو لپاره رالیږل شوي وي.
سوال : د پیغمبران ( علیهم السلام ) اجمعین شمیر څو دي ؟
جواب : د پیغمبران ( علیهم سلام ) یو لکُ څلور ویشت زره زیات وکم پکښي.
سوال : زمونږ پیغمبر څوک دي ؟
جواب : زمونږ بیغمبر حضرت محمد ( صل الله علیه و سلم ) دي.
دنورو ملګرو سره یي هم شریک کړي•

22/07/2022

(وَهُوَ يَتَوَلَّى الصّٰلِحِينَ

الله(ﷻ)د ښو خلكو ملګرتیا كوي

22/07/2022

رسول ﷺ فرمائي: " هرڅوک چي په یو مسلمان پرده واچوي
نو الله تعالی د قیامت په ورځ په دې سړي پرده واچوي
او ګناهونه به یې پټ کړي
صحیح مسلم ۲۵۸۰

22/07/2022

‏رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

هر وخت چې د اراده وکړه، چې د یو چا عیب بیان کړې نو خپل عیبونه در په یاد کړه. (رواه البخاري)

22/07/2022

رسول اکرم علیه السلام لور بي بي فاطمه رض وایي:
زه د سهار په وخت کې پرته وم چې رسول الله تیریده او زه یې په خپله مبارکه پښه باندې وښورولم او راته یې وویل:
ای لورکۍ!
پورته شه او د الله د رزق په تقسیمولو کې حاضره شه، د غافلو خلکو له ډلې څخه مه کېږه ځکه الله د خلکو رزقونه د سپیدو او لمرختو په مابین کې تقسیموي، ورته روایت ابن عباس رض هم کوي چې رسول اکرم علیه السلام وویل: کله مو چې د سهار لمونځ اداء کړ نو د رزق له ګټلو څخه مه ویده کیږئ!

عثمان رض وایي رسول اکرم علیه السلام وویل:
هر هغه څوک چې د سهار له لمانځه وروسته تر لمر راختو پورې د لمانځه په ځای کیني او د الله ذکر کوي تر هغه چا به ډیره ګټه تر لاسه کړي څوک چې د رزق په طلب کې د دنیا ګوټ ګوټ ته روان وي.
ثواب په نیت شیر کول مه هیروئ

دمحمد صلي الله عليه وسلم اتلواله معجزه ..!یوه ورځ یو صحرایې سړی راغلید هغو خلګو منځ کي ودریدی کوم چې په کعبه کی ناست وهو...
22/07/2022

دمحمد صلي الله عليه وسلم اتلواله معجزه ..!

یوه ورځ یو صحرایې سړی راغلی
د هغو خلګو منځ کي ودریدی کوم چې په کعبه کی ناست وه
ویې ویل ای خلګو؟
پر ما باندي اباالحکم ډیرظلم کړی دی [د مکې مشرکانو ابوجهل ته ابالحکم ویل]
دا سړي زما مال اخیستی دی په تاسو کې به کوم یو زما مال د ابوالحکم څخه واخلي؟
دمکې ټول مشران خلګ د دې څخه ویریدل چې د ابوجهل په وړاندي ودریږې او د دغه مسکین شفاعت او سفارش وکړي. ځکه هغه ډیر خطرناک سړی وو...
په دغه وخت کې نبی علیه السلام هم دمکې د مسجد په طرف کي په عبادت مشغول وو.
کافرانو دا اراده وکړه چه په نبی علیه الصلوة والسلام پسخند اومسخرې وکړې.
نو یی هغه صحرایی سپین ږیري ته وویل چه هغه سړي ته ورسه هغه د ابولحکم څخه ستا حق اخسیتلای شي زموږ په وس کي دا کار نشته!
هغه اعرابي سړی هم سمدستي د نبی علیه السلام طرفته ورغلی اورته ویې ویل؟
ای ښکلې ځوانه ماته هغه د مجلس خلګو وویل چه ته دا توان او قوت لرې چه دابوجهل څخه زماحق واخلې!
نبی علیه السلام ورته وویل هو
ان شاءالله ستا حق به ورڅخه واخلم.
په ما پسې راځه!
سمدستي دوی دواړه د ابوجهل کورته ورروان سول ..
کافران ټول ورپسې سول او دا ننداره اوسیل یی کاوه چې دوی په کوم جرأت اوڅرنګه دمکې دسردار څخه د حق مطالبه کوي!؟
او دا چې ابوجهل به کوم عکس العمل د دوی په وړاندي وښیې!
کله چې نبی علیه السلام دهغه کورته ور ورسیدی نو دروازه یې ور وټکول!
ابوجهل ورته را ووتی
کله چې یی پر نبی علیه السلام سترګي ولګیدې سخت وار خطاسو.
رنګ یې والوت اومخ یی تک ژیړ سو.
نبی علیه السلام ورته وویل چه تا د دغه سړي مال اخیستی دی؟
ده په ډیره وارخطایې ورته وویل هو.هو.
نبی علیه السلام ورته وویل ژر د دغه سړي حق پوره ورکړه.
ابوجهل په ډیره وارخطایی کورته ولاړی سمدستي یې د ټولو کافرانو او مشرانو ومخ ته د اعرابی سپین ږیري مال را وایستی او ورته تسلیم یی کړ اعرابي ډیر خوشحاله سو او پر خپله مخه ولاړی.
نبی علیه السلام هم خپل کورته ولاړی.

وروسته ټولو کفارو دا پوښتنه ورڅخه کول چې ای زموږ سرداره تاته د دغه اعرابی په باره کي دومره سردارانو او مشرانو مرکې او زارۍ وکړې
خوتا ونه منلې او د محمد (صلي الله عليه وسلم) په صرف یوه وینا دي ټول مال ورته تسلیم کړ.؟؟
ده وویل په لات غزاه اومناة مي دي قسم وي!
کله چه مي محمد (صلي الله عليه وسلم) ته دروازه ور خلاصه کړه
دده تر شامي د اور یو نر مست اوښ ولیدی چې خوله یی وازه نیولې وه.
که مې ددغه اعرابي مال نه وای ورکړی نو زما دي قسم وي چه دغه اوښ به زه ژوندی تیر کړی وای!

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د رڼا لاره posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share