IHDA welfare foundation-IWF اهداء خیریه بنسټ

Call Contact the organization

IHDA welfare foundation-IWF اهداء خیریه بنسټ مونږ بغیر له کوم قیمت، سیاسي او مادي هدف عاجلو او تلیسیمیا ناروغانو ته د با احساسه ځوانانو په مټ وینه برابروو "اهداء خیریه بنسټ"

ستاسې وینه د یو افغان بچي ژوند ژغوري!وینه ورکړئ ژوند وژغورئ!
19/09/2026

ستاسې وینه د یو افغان بچي ژوند ژغوري!
وینه ورکړئ ژوند وژغورئ!

08/07/2026

نهایت عاجل
یو ناروغ ته په ننګرهار صحت عامه کې A+ وینه ۱۰۰۰ سي سي اړتیا ده.
شمېره: 0785410076

د تلیسیمیا ماشومان زمونږ ستاسې په همکارۍ رغېدلی شي!‎نو راځئ چې په ګډه مبارزه وکړو!د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ ن...
09/05/2026

د تلیسیمیا ماشومان زمونږ ستاسې په همکارۍ رغېدلی شي!

‎نو راځئ چې په ګډه مبارزه وکړو!

د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده
‎په خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!



د تلیسیمیا ماشومانو لپاره باید په ګډه مبارزه وکړو!‎د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده‎په خپلې وینې ورکو...
09/05/2026

د تلیسیمیا ماشومانو لپاره باید په ګډه مبارزه وکړو!

‎د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده
‎په خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!



‎د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده‎په خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!
08/05/2026

‎د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده
‎په خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!



د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ دهپه خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!
08/05/2026

د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده
په خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!



‎د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده‎په خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!
08/05/2026

‎د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده
‎په خپلې وینې ورکولو سره د دې ګلالیو د ژوند ډیوې روښانه وساتئ!



د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده!تلیسیمیا یوه ارثي ناروغي ده چې تر ډیره په اسیايي هیوادونو کې یې د وا...
08/05/2026

د مئ د میاشتې اتمه د تلیسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده!
تلیسیمیا یوه ارثي ناروغي ده چې تر ډیره په اسیايي هیوادونو کې یې د واقعاتو شاهدان یو ، زمونږ په هیواد کې هم نږدې ۱۲ زره تنه ماشومان په دې دردوونکې او ځورونکې ناروغۍ اخته دي خو شاید ارقام له دې هم لوړ اوسي ، زه له خپلو ملګرو سره له تیرو اته کالو په دې برخه کار کوم تر څو وکولای شو د دې ناروغۍ د مخنیوي اړوند عامه پوهاوی وکړو ، له دوۍ سره خلک وینې ورکړې او همکارۍ ته وهڅوو او د دوۍ د اړتیاوو تشریح وکړو ، له نېکه مرغه تر ډېره یې مثبته نتیجه ورکړې اوس مهال د هیواد اکثر اوسیدونکي د دې ناروغۍ اړوند پوهیدلي او حد اقل ځوانان د وینې ورکړې برخه کې همکاري کوي ، خو یو څه چې لا هم دردونکي دي په دې برخه کې د درملنې لپاره په کافي اندازه امکانات او بشري قوه نه لرو که په دې برخه کې زده کړې وکړو ، ځانونه ورسوو شاید وکولای شو د ډیرو تلیسیمیا ماشومانو راتلونکی روښانه کړو ، دوۍ ډېر دردیدلي دي ، ځینې اونۍ ځینې میاشت او ځینې یې دوه میاشتو کې وینې ته اړتیا پیدا کوي که نور مو اوس وس نه کیږي حد اقل د څلورو یا شپږ میاشتو کې یې یو ځل د دوۍ د ژوند ډیوې روښانه ساتلو لپاره خپله وینه د وینې بانک کې اهداء کړئ.
ستاسې وینه د دوۍ لپاره امید او ستره همکاري ده ، په تیرو اتو کالو کې له دوۍ څخه مې لسګونه یې نږدې دوستان شول خو بدبختانه چې هغه دوستان مې اوس په دې دنیا نشته ، دا خورا دردونکې ده چې یو ماشوم خپل راتلونکی روښانه نه ویني او هر ځل د وینې اخیستو پر مهال سخت دردونه زغمي، مونږ به د ژوند تر پای په دې برخه کې کار کوو ان شاءالله او هڅه مو د هر زون کې د ښه مرکز جوړولو ده ، له نېکه مرغه په دا وروستیو کې ځینې مخورو اشخاصو د هیواد څو ولایتونو کې د تلیسیمیا سنټرونه جوړ کړي یا پرې کار روان دی دا یقیناً هیله بښونکی خبر دی ، په دا نږدې کې به د کابل صحت طفل کې هم ورته یو ځانګړی وارډ جوړ شي او د وینې ملي بانک کې هم ورته ځانګړی وارډ جوړ شو ، دا برخه لا کار غواړي او هر څوک چې کولای شي دوۍ ته باید لا پاملرنه وکړي.

د مئ اتمه د تلیسیمیا ناروغانو کورنیو ته د صبر او زغم دعا کوم او د دې ګلالیو ماشومانو د همکارۍ مسؤولیت د ټولو ګډ کار بولم.
رب دې ټولو ته توفیق ورنصیب کړي امین

ډاکټر شرافت زمان امرخېل



Address

Near To Rokhan University
Jalalabad
2602

Telephone

+93780844192

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when IHDA welfare foundation-IWF اهداء خیریه بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Organization

Send a message to IHDA welfare foundation-IWF اهداء خیریه بنسټ:

Shortcuts

Share