اذان خیریه بنسټ Azan Welfare Foundation

اذان خیریه بنسټ Azan Welfare Foundation Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from اذان خیریه بنسټ Azan Welfare Foundation, Non-Governmental Organization (NGO), Jalalabad city, Jalalabad.

اذان یو خیریه بنسټ دی چې د بېوزلو، یتیمانو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی. د اذان خیریه بنسټ موخه دا ده چې د تعلیم، روغتیا، او بشري مرستو له لارې د ټولنې ژوند ښه کړي. اذان خیریه بنسټ له تاسو سره په ګډه د هیلو نړۍ جوړوي.

23/05/2026

اذان خیریه بنسټ

اذان یو خیریه بنسټ دی چې د بېوزلو، یتیمانو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی. د اذان خیریه بنسټ موخه دا ده چې د تعلیم، روغتیا، او بشري مرستو له لارې د ټولنې ژوند ښه کړي. اذان خیریه بنسټ له تاسو سره په ګډه د هیلو نړۍ جوړوي.

ګرانو دوستانو او قدرمنو هیوادوالو چې په خارج کې ژوند کوئ!که الله تعالی تاسو ته توان او فرصت درکړی وي، نو خپله قرباني په ...
23/05/2026

ګرانو دوستانو او قدرمنو هیوادوالو چې په خارج کې ژوند کوئ!
که الله تعالی تاسو ته توان او فرصت درکړی وي، نو خپله قرباني په خپل هیواد کې ترسره کړئ او غوښه یې بېوزلو، یتیمانو او اړمنو کورنیو ته ورسوئ. بېشکه دا یو ستر انساني او اسلامي عمل دی چې د الله تعالی په نزد لوی اجر او ثواب لري.
د قربانۍ اختر یوازې د حیوان ذبح کول نه دي، بلکې د ورورولۍ، مهربانۍ، همدردۍ او د محتاجو خلکو د لاسنیوي پیغام هم لري. څومره به ښکلي وي چې په دې مبارکو ورځو کې د یتیم ماشومانو پر شونډو موسکا راوړو او د بېوزلو کورنیو په کورونو کې د خوښۍ څراغ بل کړو.
راځئ چې د احسان، مینې او سخاوت له لارې دا مبارک اختر د مستحقو کورنیو لپاره هم د خوشحالۍ، آرامۍ او امید سبب وګرځوو.
الله تعالی دې زموږ ټولې قربانۍ، عبادتونه، دعاوې او پاک نیتونه قبول کړي، او دا مبارک اختر دې د ټولو مسلمانانو لپاره د خیر، برکت، یووالي او سولې پیغام وګرځوي. آمین یا رب العالمین.

دا ورور چی تاسو یی تصویرکی وینی اجمل. ولد شیبه ګل دننګرهار ولایت اچین ولسوالی باندر قریی اصلی استوګن  او فغلآ دننګرهار و...
22/05/2026

دا ورور چی تاسو یی تصویرکی وینی اجمل. ولد شیبه ګل
دننګرهار ولایت اچین ولسوالی باندر قریی اصلی استوګن او فغلآ دننګرهار ولایت شینوارو لویه ولسوالی 29 ویاله کی ژوند کوی دا یو ډیر ایمانداره او پاک نفس خاوند وو خو په یوی ترافیکی پیښه کی پښتورګوکار پریښود دا په پښتورګو ناروغی اخته وو پلاریی ځمکی او څاروی اوڅه چی په کورکی لرل پری مصرف کړل دا چی مریضتیا یی ډیره اوږده شوه پلاریی له حلکو نه قرض شروغ که چی تقریبآ50لکه
کلداری له خلکو نه راواخیستی او پښتورګی یی ورته تبدیل که خو بیاهم ورسره ښه نه شوه بیابیا یی مصرفونه پری وکړل خو هیڅ نتیجه یی ورنه کړه اخیر اجمل په ځوانی کی دتورو خاور غیږ ته لاړ او پلار مور او بچی غمونو ته پریښودل دا چی سخته درباندی راشی بیا دی ورور هم په کار نه راځی او ځانته یی په دی سختو خالاتو ته اوږه ورکړی وو دا چی پلاریی ډیر سخت قرضه وړی دی او هیڅ هم په لاس کی نه لری نو زه د ا ا ا
نه او شته موسیساتو نه او په خارج میشت افغانانو ورونو نه غوښتنه کوم چی باید چی ددی ورور له پلار سره کومک وکړی ترڅو هغه قرضونه پری خلاص که چی په دی ورور باندی شوی دی قسم په الله چی صخی مستخیق او خقداری دې که زکات وی که خیرات که صدقه وی راځی چی ددی ورور پلار او پنځه ماشومانو په خاطر یی لاسنیوی وکړو الله ﷻ اجر ورکونکی دی
الله وایی چی دیوی پیسی په بدل کی ورته 700ورکوم نوهیله کوم چی ختمن ورسره دزړه اخلاصه کومک او مرسته وکړی مننه 747500329 93+ وتساف نمبر

19/05/2026

د لوی اختر ورځی رانیژدی دي، د غریبو احوال واخلئ او د هغوی سره مرسته وکړئ

18/05/2026

رالېږل شوی پیغام
د مرستې غږ
د جلال‌اباد ښار اتمې ناحیې، بهسودو کې یوه تازه راغلې کډواله کورنۍ چې کور یې نه درلود، په یوه چهاردیوالۍ کې مو ورته خېمه او نور خوراکي توکي برابر کړل.
اوس یو وړوکي بتري او یو سولر ته اړتیا لري. که کوم ملګری مرسته کولای شي، دا یې شمېره ده:
0787419765

15/05/2026

د مرستې غږ
رالېږل شوی پیغام:
تېره ورځ جلال اباد ښار، لغمان هډې ته څېرمه، د ګلاب صحت پلازې مخې ته په سیخ‌سرای کې یوه بېچاره مزدور، چې سیخان یې چلول، ورباندې د سیخانو بار چپه شو او ځای پر ځای یې ساه ورکړه.
مرحوم د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست و، او واړه واړه ماشومان ترې پاتې دي.
که کوم ملګری ورسره د مرستې توان لري، دا یې د اړیکې شمېره ده: 0783421183
هغه نهایت غریب او بې وسه انسان و.
تکرار

13/05/2026

د آخرت په ورز به هر انسان د خپلی صدقی تر سیوری لاندی روان وی.
500 نفره پکار دي چی 100 او 200 افغانئ په میاشت کی ورکړئ.
که موافق یی په مسینجر کی پیغام ولیژه او یا هم خپل نمبر کمنت کی ولیکئ 🙏🙏🙏

په صدقه ورکولو د قبر ګرمي ختمیږي او صدقه د قیامت په ورځ په انسان سیوری کوينبوي ارشاد :”صدقه (خیرات) د خپل څښتن څخه د قبر...
13/05/2026

په صدقه ورکولو د قبر ګرمي ختمیږي
او صدقه د قیامت په ورځ په انسان سیوری کوي

نبوي ارشاد :

”صدقه (خیرات) د خپل څښتن څخه د قبرونو ګرمي مړه کوي ، او مومن به د قیامت په ورځ د خپلی صدقی په سیوری کی وي “

04/05/2026

که څوک تا ته د نېکۍ لار درښيي او یا دې د خیر کار ته هڅوي، نو دا یو لوی نعمت وباله.
د هغه مننه وکړه، دعا ورته وکړه، او خپله هم په هغه نېک کار عمل وکړه، ځکه د خیر لار ښودل او منل دواړه د اجر سبب ګرځي.

Address

Jalalabad City
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اذان خیریه بنسټ Azan Welfare Foundation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share