27/12/2021
د صحي ستونزو د حل او چارو د بهبود په موخه په خوګیاڼیو روغتون کې د خوګیاڼیو کلستر مجلس ترسره شو.
دغه مجلس د ادا ولایتي دفتر د مالي او اداري چارو مرستیال سید وحیدالله سعیدي په مشرۍ ترسره شو پکې د خوګیاڼیو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو صحي مسولینو او روغتیايي مراکزو مشرانو برخه اخیستې وه .
په مجلس کې د اړوندو مراکزو صحي مسولینو له لوري د روغتیايي خدماتو په تړاو معلومات وړاندې شول او دارنګه یې د ادا ادارې څخه مننه وکړه چې د درملو او تجهیزاتو په برخه کې یې د دوی ستونزې حل کړي دي.
روغتیايي مسولینو دا راز د چارو د لا ښه والي په موخه نظریات او ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.
د ادا ولایتي دفتر مالي او اداري مرستیال سید وحید الله سعیدي وایې هره میاشت د څلور کلستر مجلسونه لري چې د اړونده مسولینو له لوري په هر کلستر کې ترسره کیږي ، د میاشتې په اوږدو کې ستونزې حلوي او د راتلونکې میاشتې لپاره په نویو پلانونو کار کوي.
ښاغلی سعیدي زیاتوي د ادا اداره ژمنه ده چې په روغتیايي مراکزو کې ستونزې پر خپل وخت ختمې او صحي چارې لا ښې شي.