13/06/2021
د یوې ودانۍ لپاره یوه دایروي پایه، چې شعاع یې 400mm ده په نظر کې نیول شوې، په پایه کې پکار وړل شوی ګژدمک 8mm قطر درلودونکی دی،سیم تاوو ته باید په کوم طول د ګژدمک د قطع کولو اجازه ورکړل شي، په هغه صورت کې چې د کانکریټو لپاره 40mm ملي متره Cover په نظر کې نیول شوی وي؟
حل: راکړل شوي ارقام
R= 400mm
Dia of bar = 8mm
Concrete Cover = 40mm
لومړی د پایې د شعاع څخه لاندې برخې تفریقوو، د شکل مطابق
r = 400mm – (Concrete cover+ ½ Dia of bar)
r = 400mm – (40mm+4mm)
r = 400mm – 44mm
r = 356mm
اوس د ګژدمک لپاره طول د لاندې رابطې څخه په لاس راوړو
Cutting length for Circular stirrups = 2πr+ (2× 10d)
په پورته رابطه کې 2πr د دایروي اشکالو د محیط قیمت دی، چې دلته دغه کانکریټي پایه هم دایروي شکل لري، او 2× 10d د سیخ قات شوې برخه(Hooks) چې په دوو اړخونو تاویږي، د نورم مطابق باید د سیخ د قطر لس چنده په نظر کې ونیول شي(شکل ته ځیر شئ)
Cutting length for Circular Stirrups = 2 × 3.14 × 356+ (2× 10×8)
Cutting length for Circular Stirrups = 2 × 3.14 × 356+ (2× 10×8)
Cutting length for Circular Stirrups = 2396mm
یعنې سیم تاوو باید هر ګژدمک 2.396m په طول قطع کړي