12/03/2026
هېواد پالنه او آبادۍ
پنجشنبه ۲۲/۱۲/۱۴۰۴
دتېرو کالونو په څېر سږ کال بیا هم په غزني ولایت کې د همت افغان کرنې اومالدارۍ مؤسسې(HAALO) د رهبرۍ په نوښت د هېواد پالنې او آبادۍ په موخه د غزني ولایت ښاروالۍ محترم ریاست ته د ګران هېواد او په ځانګړې توګه د غزني ولایت د سمسورتیا او ابادۍ په موخه 100 تربیه شوې د ناجو نهال او همدارنګه 100 د مرسل او روز ګل بوټې، د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې و سپارل شول.
دغزنی ولایت له ټولو درنو او ویښو ولسونو څخه هیله کېږي چې له خپل هېواد سره دمینې په پار یویو نیالګی کېنوی اوپه ښه ډول یې ساتنه او روزنه وکړی. وایی د لسو نیالګیو ترکېنولو په سمه توګه دیوه نیالګي پالل اوساتل ډېر غوره دي.
درنښت
هیواد پالنه اوآبادۍ