کونړ غږ/ Voice of Kunar

کونړ غږ/ Voice of Kunar Providing information regarding Kunar Province

16/11/2025
16/11/2025

په کونړ سيند ولي بندونه نه جوړیږي ؟
له اسحاق سادات صیب څخه يي واورئ

د نیل سیند ۸۰٪ اوبه د ایتوپیا یا حبشې له خاورې سرچینه اخلي خو تر پروسږکال پورې ۸۰٪ یې مصر مصرفولې. ډېرې دروازې یې وټکولې...
24/10/2025

د نیل سیند ۸۰٪ اوبه د ایتوپیا یا حبشې له خاورې سرچینه اخلي خو تر پروسږکال پورې ۸۰٪ یې مصر مصرفولې. ډېرې دروازې یې وټکولې چا پور نه ورکاوه. نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق او امریکا حاضر نه شول چې د بند لپاره پور ورکړي ځکه چې د مصر خاطر و.
دوی څه وکړل په ۲۰۱۰ کال کې یې د سترې ایتوپیا د رنسانس بند تر نامه لاندې د افریقا په کچه د یوه ستر برېښنا بند د جوړولو پروژه اعلان کړه. حکومت یې ولس وننګاوه چې وطندوستي مو معلومه کړئ. مرکزي بانک د بند د تمول لپاره پورپاڼې Bonds صادر کړل، هر کال ورته د ملي بودیجې سند کې یو مقدار بودیجه ځانګړې کېده، د سوداګرو لپاره صندوقونه کېښودل شول، د لاټرۍ او بسپنې بېلابېل پروګرامونه جوړ شول او ډیاسپورا یا په بهر کې مېشتو ایتوپیایانو تر خپلې وسې د بند اکونټ ته حوالې کولې. بالاخره بند په 2024 کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او 4.4 میلیارده ډالره لګښت پرې راغی. ایتوپیان دا بند د ملي غرور سمبول ګڼي ځکه چې د ملت په پیسو جوړ شو. ایتوپیا اوس د نیل سیند د کلني تولید ۸۸٪ اوبه په واک کې لري او د شاوخوا 5100 مېګاواټه برېښنا په تولید سره یې د خپلې ټولې انرژۍ کلنی تولید دوه برابره زیات کړ.
نو د ملتونو همت ناممکن کار ممکن کولی شي. د کونړ د څلورو زنځیري بندونو (سورتاق، څاګي، داب او شال) جوړولو لپاره همداسې یوه اراده پکار ده او ضرور نه ده چې یو یا دوه میلیارده ډالر ټول په یو وار اماده کړو، سوکه سوکه مخته تګ پکار دی.

Nazim samoon

16/06/2025

د اسراییلو او ايران لانجه.
تاريخي شاليد

Ishaq Sadat

25/05/2025

هندي رسنۍ:
نوي‌ډیلي له ۴ کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزو د ورکړې لړۍ بیا پيل کړې.
وايي، پانګه وال،ناروغان،هنرمندان او لوبغاړي کولی شي د هند ويزې لپاره غوښتنه وکړي.

 #کونړد کونړ ولايت په سيدجمال الدين افغان پوهنتون کې د محصلينو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو تن محصل وژل شوی دی.نن ماس...
02/05/2025

#کونړ
د کونړ ولايت په سيدجمال الدين افغان پوهنتون کې د محصلينو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو تن محصل وژل شوی دی.
نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې ددې ولایت د سید جمال الدین افغان پوهنتون د محصلينو خپلمنځي شخړه کې د کمپيوټر سائنس پوهنځي یو تن محصل امان الله د خپلو ملګرو سره د لفظې شخړې له امله په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.
د یادې پیښې په تړاو د دوهمې امنیتې حوزې مسولینو له لورې درې تنه نیول شوي دي.
کونړ ا. ق. مطبوعاتي دفتر
کاپی

08/04/2025

د يارګل څخه منډه کول ميدان پوري تقريباً 18 کاله پخواني ويډيو.
#کونړ
#اسعداباد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند: موږ د افغانستان په نوم داسې کوم حکومت نه پیژنو چې په متحده ایالاتو کې د افغانستان سف...
05/04/2025

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند:
موږ د افغانستان په نوم داسې کوم حکومت نه پیژنو چې په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت د بیا پرانستلو اجازه ورکړو.

واشنگټن ایکزامینر

کونړ او د کونړ سیند | ډاکتر شفق کونړ ته په لاتین کې کواَسپِس؛ Choaspes په پخوانی يوناني کې خواَسپیس؛ Khoaspes او اوستايي...
05/04/2025

کونړ او د کونړ سیند | ډاکتر شفق
کونړ ته په لاتین کې کواَسپِس؛ Choaspes په پخوانی يوناني کې خواَسپیس؛ Khoaspes او اوستايي ژبه کې هووَسپه ويل کيده.
کونړ د پخوانيو مؤرخانو په آثارو کي د خویس کنیر، کولو، کونر او داسي نورو نومونو هم یاد شوی دی.
کونړ (کونر) له دوو کلمو څخه جوړ شوی دی او په نورستاني لهجه کې يې معنا (دښُونه دره) يا (د زيتون دره) ده.
د کونړ د خلکو ټول نفوس په ۲۰۲۱ ع کال کې ۲۲۴ ۵۰۸ تنه حساب شوی دی چې ۹۸% ېي پښتانه او ۲% ېي نورستانيان, پشه يان او ګوجر دي.
د کونړ ۹۶% خلک په کلیو او فقط ۴% ېي په ښاري سیمو کې اوسي.
د کونړ ۱۳ لوی او واړه اوسیدونکي قومونه:
صافي (ساپي)، سالارزي، مشواڼي، شينواري، ماموند، ترکاڼي، الکوزي، مومند، بزرګخيل، ملاګوري، سرکاڼي، سادات، نورستاني، پشه یي او ګوجر دي.
د کونړ ولايت ټول مساحت تقريبا (۴۹۲۵ کيلومتر مربع) دی چې % ۸۶ ېي غرنۍ او فقط ۱۲% ېي نسبتاً هواره ساحه ده.
د کونړ ولایت تر ۱۳۴۴ ش کال پوري لویه ولسوالي وه، چې د ننګرهار په ولایت پوري مربوطه وه، خو وروسته یي ولایت ته ارتقاء وکړه، او اوس پنځلس (۱۵) اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري.
د کونړ مرکز اسعد اباد دي چې تاریخي نوم ېي چغانسرای دی، چې وروسته د چغه سرای، او بیا په رسمي ډول اسعد آباد ونومول شو.
اسعد آباد له جلال اباده ۸۰ کيلومتره (۵۰ ميله) او د ډيورنډ له فرضي کرښي سره ۱۳ کيلومتره (۸ميله) فاصله لري.
بايد وويل شي چې د ۱۹ پيړۍ تر پايه پوري د کونړ مرکز پشد وو، چې وروستنی مستقل واکمن یي د سیدمحمود پاچا په نامه یادیده، چې واکمني يې پر کونړ برسیره، د اوسنۍ پښتونخوا تر مومند ایجنسۍ، باجوړ، سوات، او بونیر پوري غزیده.
کونړ له کوزي پښتونخوا سره د ناواپاس له لاري چې له اسعد اباد څخه تقريبا ۱۶ کيلومتره فاصله لري د سرک په واسطه وصل شوی دی، چې کوچني تجارتونه د همدې لاري او نورو کوچنيو فرعي لارو په واسطه ترسره کيدل چي اوس مهال بنده ده .
دکونړ سیند
د کونړ سيندپه پخوانيو تاريخي او جغرفيوي اثارو کې د (راسا) 1 په نوم یاد شوی دی.
د کونړ سيند (۴۸۰) کيلومتره يا (۳۰۰) ميله اوږدوالی لري.
د کونړ سيند اساساً له دوو مهمو سيندونو څخه جوړشوی دی.
لومړی ښاخ ېي چې د اسمار، چترال، يا لوی سيند په نومونو ياديږي، د خيبر پښتونخوا د چترال په شمال کې دهندو کُش له يخچالونو او واورو څخه سرچينه اخلي، او د (دارنوۍ)په منطقه کې د ازاد افغانستان خاوري ته داخليږي.
دا سيند د کونړ د سيند د اوبو ۶۰ -۷۰ سلنه کلنی اندازه تشکيلوي

د کونړ د سیند دوم مهم ښاخ د پيچ سیند دی چې په مرکزي نورستان کې د هندوکش د غرونو له يخچالونو څخه سرچينه اخلي, د نورستان او پيچ درې ځمکي خړوبوی او په اسعداباد کې د اسمار يا لوی سيند سره يوځای کيږي.
د کونړ سيند دننګرهار د ثمرخيلو په منطقه کې دکابل دسيندسره يو ځای کيږي, او بالاخره د اټک ښار په منطقه کې له اباسين سره چې پخوا (د اندوس درياب) په نامه هم ياديده يو ځای کيږي او بالاخره ‌کراچۍ ښار ته نږدې, په عرب سمندر کې تويږي.
د کابل حوزې د اوبو یوازې له ۲۳% څخه په افغانستان کې کار اخستل کيږي، او پاتي ۷۷% یې د پاکستان لوري ته بهیږي.
یوازي د کونړ سیند تقریباً (یولس ۱۱ ) ملیارد متره مکعب اوبو څخه، پاکستانی لوری مفته ګټه پورته کوي.
په اقليم باندي د کونړ سيند تاثير:
د كونړ دسيند ديخو او پريمانه اوبو، او د دې پريمانه اوبو له برکته، شنو ونو ، باغونو، او شنو جلګو له کبله خدای تعالی د کونړ ولایت وادي ته خورا ښه اقليم او زړه راښونکې اب وهوا په نصيب کړې ذه.
که فرض کړو چې د کونړ سیند نه وای، په غرونو راایساره دغه فرضي وچه دره به په اوړي کې سور تنور او په ژمي کې دوچې يخنۍ او بادونو له کبله ډيره يخه او د انسانانو د اوسیدو او ګوزارې وړ نه وای.
دغه خو د خدای تعالی پیرزوینه ده، چې د کونړ سیند يي افغانستان او کونړ ته ورنصیب کړی دی، خو بنده ګانو ته څه کول په کار دي؟
۱. د اوبو د بندونو جوړول
همدا اوس افغانستان ۱۴۰۰ ميګاواټه بريښنا مصرفوي، چې ۶۰۰ ميګاواټه يې پخپله په افغانستان کې تولیدیږي. اومتباقي ېي د ۲۸۰مليونو ډالرو په بدل کې دمنځنۍ آسیا له هیوادو اوايران څخه په پیسو اخلي.
افغانستان ټول ۲۵۰۰ ميګاواټه بريښنا ته ضرورت لري.
د تخمين له مخې د کونړ سيند د ۲۲۰۰ ميګاواټه بريښنا د توليد ظرفيت لري، په دې معنا چې که د کونړ سيند د بريښنا د توليد له ټول ظرفيت څخه ګټه واخيستل شي, او په بل يو سيند هم د بريښنا بند جوړ نه شي، د بريښنا د توليد داخلي ظرفيت ۲۸۰۰ ميګاواټو ته جګيدای شي، نو ۳۰۰ ميګاواټه یې له ضرورت څخه اضافه کیږي چې دغه اضافي توليد په ګاونډيو هیوادونو لکه پاکستان او هندوستان خرڅولی شي ..
که یوازي هغه دوه بندونه، چې همدا اوس ېي سروې شوې ده، جوړ شي 1500 ميګاواټه بريښنا تتولیدولی شي چې نه يوازي د ټول کونړ کلیو او بانډوته به برق ورکړي, بلکې د افغانستان ټولو ولایتونو ته کافي برېښنا ورکولی شي.
خو افسوس د کونړ په سیند د بند يا بندونو جوړولو سياسي بڼه غوره کړې ده. يعنې زمونږ شرير او بدخواه ګاونډي پاکستان چې د جوړيدو له تاريخه تر اوسه پورې د افغانستان دښمن پاتې شوي دی، د مختلفو فشارونو په وسيله نه پريږدي، چې د کونړ په سيند دې بند يا بندونه جوړشي. تاسو وليدل چې ناکامورا چې يوه وياله یې د کونړ له سينده جدا کړه، او د ګمبيري سپيره ډاګ ېي په شين باغ او ښايسته پارک بدل کړ، پاکستاني استخباراتو د خپلو روزل شوو ترورستانو په واسطه وواژه.
پر کونړ سيند د بند جوړولو نوري ګټي عبارت دي له:
د کرهڼي پراختيا. د سيلابونو په واسطه د ځمکو د تخريب مخنيوي، د ماهيانو د فارمونو جوړيدل، د باغونو او ځنګلونو پراختيا، او داسي نورو ډيرو ګټو څخه.
نو راځئ چې د کونړ په سيند د بريښنا د بندونو د جوړولو لپاره يو قوي کمپاين وچلوو، او د افغانستان له اوسنی واکمنو وغواړو چې د کونړ په سيند د بريښنا بندونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.
۲-د سیالانیانو په جلب او جذب او د خلکو په اقتصادي وضعيت باندي د کونړ سيند تاثير:
که د کونړ دسيند داوبو په مرسته د کونړ سیند په دواړو غاړو ښایسته باغونه، چمنونه او د سیل او تفريح ځايونو جوړ شي، او زينتي وني ورپکي کينول شي، او ورسره د ژوند نور سهولتونه لکه هوټلونه او رستورانونه جوړ شي، په نتیجه کې به یې د زياتو داخلي او خارجي سيلانيانو توجو راجلب او د کونړ د خلکو په اقتصاد کې به ښه او رغنده رول ولوبوي.
۳- د کونړ دسیند په دواړو غاړو داستنادي دیوالونو جوړول:
باید په یاد ولرو چې د کونړ سیند د پریمانو ګټو د لرلو ترڅنګ، کله چې د پسرلي او اوړي په موسم کې د واورو او یخچالونو دویلی کیدو او سیلابونو د جاري کیدو له کبله د کونړ سیند طوفاني شي، هر کال د سیند په دواړو غاړ و د خلکو زیاتې ځمکي تخریبوي.
له دې کبله د سیند په دواړو غاړو د استنادي دیوالونو جوړول ډیر ارزښت لري. څرنګه چې ددغو استنادي دیوالونو جوړول دعامو خلکو له وسه نده پوره ، ددولت او خارجي مرستندویه مؤسساتو توجو دغه مهم ټکي ته راګرځول پکار دي.
په آخر کې به په دغو دوه مشهورو لنډیو خپلې خبري ختم کړم چې:
ما د کونړ له سینده جار کړې – زما جانان به پکې مخ وينځلی وينه
زما د کونړ بيداره سينده – اواز دې جګ که، کړه راويښ ویده قامونه

04/04/2025

تراب صيب د نارنج ګل مشاعره کي

د پښتو ژبی مشهور ممثل ميرواس په حق ورسېد.
03/04/2025

د پښتو ژبی مشهور ممثل ميرواس په حق ورسېد.

01/04/2025

لطفاً کونړ ته د چکر لپاره انسانان راولیږئ
ځناور مو کورونو کې وتړئ!
💔🥲

Address

1st
Asadabad
2801

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کونړ غږ/ Voice of Kunar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share